ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د اروزګان امنيه قوماندان: د پوليسو له ليکو مو ټول کم عمره هلکان ايستلي

د اروزګان امنيه قوماندان: د پوليسو له ليکو مو ټول کم عمره هلکان ايستلي

author avatar
29 Jul 2019 - 12:09
د اروزګان امنيه قوماندان: د پوليسو له ليکو مو ټول کم عمره هلکان ايستلي
author avatar
29 Jul 2019 - 12:09

ترينکوټ (پژواک، ٧ زمری ۹۸): د اروزګان امنيه قوماندان وايي چې د پوليسو په چوکاټ کې د پوستو او قرارګاوو هغه قوماندانان یې مجازات کړي او يا يې هم له دندو شړلي چې کم عمره هلکان به يې ساتل.

امنيه قوماندان سمونوال خطاب خنجري له پژواک خبري اژانس سره په يوه ځانګړې مرکه کې وويل چې د دندې له پيله يې تر دې مهاله د دغه ولایت په مرکز ترينکوټ او ولسواليو کې له امنيتي پوستو د کم عمره هلکانو د ایستلو لړۍ يې پيل کړې ده.

هغه زياته کړه چې تر دې مهاله يې لسګونه کم عمره هلکان د پولیسو له ليکو ايستلي او خپلو کورنيو ته يې سپارلي دي.

خنجري وويل، دغه کم عمره هلکان به په مرکز ترینکوټ او ولسوالیو کې د يو شمېر پوستو او قرارګاوو قوماندانانو ځکه له ځان سره ساتل چې له هغوی به يې جنسي استفاده کوله او زيات وخت به يې د شپې له خوا په بانډارونو کې ګډول.

د اروزګان د پولیسو مشر وايي، د پوستو قوماندانانو به همدا هلکان هره ورځ د سينګار لپاره د ښار سلمانيو ته بیول او هلته به يې د نجونو په څېر سينګارول.

د نوموړي په وينا، د بچه بازۍ بد فرهنګ چې د هېواد په يو شمېر ولایتونو کې له تېرو څو لسيزو راهیسې دود دی، په ځانګړې توګه يې د اروزګان د پولیسو په ليکو کې ژورې ريښې کړې وې چې زيات وخت به همدا هلکان په پوستو کې د بريد او پولیسو د مرګ ژوبلې لامل کېدل.

خنجري وويل، د تېرو څلورو میاشتو په موده کې يې تر ۲۷ پورې کم عمره هلکان چې عمرونه يې له نهو څخه تر ۱۳ کلونو پورې وه، د پولیسو له پوستو ايستلي او هغوی کورنیو او خپلوانو ته يې سپارلي دي.

امنيه قوماندان زياته کړه، ډېرى دغه هلکان د هلمند او پاتې نور د کندهار او اروزګان د يو شمېر سيمو اوسېدونکي وو.

هغه وايي، د پوستو او قرارګاوو هغه مسوولین چې دغه کم عمره هلکان به يې په امنيتي پوستو کې د يو شمېر نامشروع کړنو لپاره له ځان سره ساتلي وه، مجازات کړي او يا يې هم له دندو شړلي دي.

د خنجري په وينا، په مرکز ترينکوټ کې په امنيتي پوستو کې د کم عمره هلکانو ساتلو شمېر د پام وړ کم شوی، خو په يو شمېر ولسوالیو کې دغه ستونزه پر ځای پاتې ده چې دوی يې د مخنیوي لپاره لاس په کار شوي دي.

امنیه قوماندان جګړه او نالوستي د دې ډول کړنو زېږنده بولي او وايي، دغه کار هغه قوماندانانو ترسره کړی او يا هم هغه هلکانو ترسره کړي چې ټول يې نالوستي او يا هم د هلکانو د کورنیو سرپرستان د وروستيو جګړو له امله وژل شوي او دوی خپلسريو ته خوشي شوي دي.

دغه راز ده زياته کړه چې يو شمېر دغه هلکان د هغو وسله والو او جنګياليو د کورني غړي وو چې مشران يې په جګړو کې وژل شوي او دوى بې سرپرسته پاتې وو.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.