د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د اروزګان امنيه قوماندان: د پوليسو له ليکو مو ټول کم عمره هلکان ايستلي

د اروزګان امنيه قوماندان: د پوليسو له ليکو مو ټول کم عمره هلکان ايستلي

Jul 29, 2019 - 12:09

ترينکوټ (پژواک، ٧ زمری ۹۸): د اروزګان امنيه قوماندان وايي چې د پوليسو په چوکاټ کې د پوستو او قرارګاوو هغه قوماندانان یې مجازات کړي او يا يې هم له دندو شړلي چې کم عمره هلکان به يې ساتل.

امنيه قوماندان سمونوال خطاب خنجري له پژواک خبري اژانس سره په يوه ځانګړې مرکه کې وويل چې د دندې له پيله يې تر دې مهاله د دغه ولایت په مرکز ترينکوټ او ولسواليو کې له امنيتي پوستو د کم عمره هلکانو د ایستلو لړۍ يې پيل کړې ده.

هغه زياته کړه چې تر دې مهاله يې لسګونه کم عمره هلکان د پولیسو له ليکو ايستلي او خپلو کورنيو ته يې سپارلي دي.

خنجري وويل، دغه کم عمره هلکان به په مرکز ترینکوټ او ولسوالیو کې د يو شمېر پوستو او قرارګاوو قوماندانانو ځکه له ځان سره ساتل چې له هغوی به يې جنسي استفاده کوله او زيات وخت به يې د شپې له خوا په بانډارونو کې ګډول.

د اروزګان د پولیسو مشر وايي، د پوستو قوماندانانو به همدا هلکان هره ورځ د سينګار لپاره د ښار سلمانيو ته بیول او هلته به يې د نجونو په څېر سينګارول.

د نوموړي په وينا، د بچه بازۍ بد فرهنګ چې د هېواد په يو شمېر ولایتونو کې له تېرو څو لسيزو راهیسې دود دی، په ځانګړې توګه يې د اروزګان د پولیسو په ليکو کې ژورې ريښې کړې وې چې زيات وخت به همدا هلکان په پوستو کې د بريد او پولیسو د مرګ ژوبلې لامل کېدل.

خنجري وويل، د تېرو څلورو میاشتو په موده کې يې تر ۲۷ پورې کم عمره هلکان چې عمرونه يې له نهو څخه تر ۱۳ کلونو پورې وه، د پولیسو له پوستو ايستلي او هغوی کورنیو او خپلوانو ته يې سپارلي دي.

امنيه قوماندان زياته کړه، ډېرى دغه هلکان د هلمند او پاتې نور د کندهار او اروزګان د يو شمېر سيمو اوسېدونکي وو.

هغه وايي، د پوستو او قرارګاوو هغه مسوولین چې دغه کم عمره هلکان به يې په امنيتي پوستو کې د يو شمېر نامشروع کړنو لپاره له ځان سره ساتلي وه، مجازات کړي او يا يې هم له دندو شړلي دي.

د خنجري په وينا، په مرکز ترينکوټ کې په امنيتي پوستو کې د کم عمره هلکانو ساتلو شمېر د پام وړ کم شوی، خو په يو شمېر ولسوالیو کې دغه ستونزه پر ځای پاتې ده چې دوی يې د مخنیوي لپاره لاس په کار شوي دي.

امنیه قوماندان جګړه او نالوستي د دې ډول کړنو زېږنده بولي او وايي، دغه کار هغه قوماندانانو ترسره کړی او يا هم هغه هلکانو ترسره کړي چې ټول يې نالوستي او يا هم د هلکانو د کورنیو سرپرستان د وروستيو جګړو له امله وژل شوي او دوی خپلسريو ته خوشي شوي دي.

دغه راز ده زياته کړه چې يو شمېر دغه هلکان د هغو وسله والو او جنګياليو د کورني غړي وو چې مشران يې په جګړو کې وژل شوي او دوى بې سرپرسته پاتې وو.

د اروزګان امنیه قوماندان وويل چې د زياتو کورنيو غړي د بېوزلۍ او يا هم په ټولنه کې له ناوړه کسانو سره د ناستې ولاړې له امله په نا مشروع کړنو لاس پورې کوي او د پولیسو پوستې به د هغوی لپاره خورا مناسب ځای بلل کېده.

هغه وايي، د پوستو يو شمېر قوماندانانو به بيا ښکلي هلکان په زور له کورنیو بېلول او کلونه کلونه به يې له ځان سره د نا مشروع کارونو لپاره ساتل.

د خنجري په وينا، څه موده مخکې يې هغه ۱۳ کلنه نجلۍ چې د هلک په څېر يې ځان جوړ کړی و او د پولیسو په يونيفورم کې په امنيتي پوسته کې ساتل کېده، هم نيولې او د ماشومانو د اصلاح مرکز ته يې لېږدولې ده.

دى وايي چې له دې قضيې سره په تړاو يې دوه کسان نيولي او څارنوالۍ ته يې معرفي کړي دي.

د هغه په وينا، ټولو قوماندانانو ته يې ګواښنه کړې چې که کم عمره هلکان يې په پوستو کې وساتل، نو له دندو لرې او د قانون منګولو ته يې سپاري.

امنيه قوماندان له ديني عالمانو او مخورو وغوښتل چې په ټولنه کې د دغه ناوړه عمل د مخنيوي لپاره لاس په کار شي.

دغه راز خنجري وويل، د امنيې قوماندانۍ په نورو برخو کې يې هم پر اصلاحاتو کار پيل کړى او ډېرې ستونزې له کلونو راهيسې په ميراث کې ورته پاتې دي.

دغه راز امنيه قوماندان وايي چې سلګونه هغه پوليس یې چې خيالي معاشونه اخيستل، هم له دندو لرې کړي دي.

دغه راز امنيه قوماندان زياته کړه چې سلګونه وسلې او وسايط يې هم له نامسوولو کسانو راټول کړي دي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan