ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سږ کال د هلمند د هندواڼو او خټکیو حاصلات ۲۰ سلنه ډېر دي خو بازار ورته نشته

سږ کال د هلمند د هندواڼو او خټکیو حاصلات ۲۰ سلنه ډېر دي خو بازار ورته نشته

author avatar
29 Jul 2019 - 11:27
سږ کال د هلمند د هندواڼو او خټکیو حاصلات ۲۰ سلنه ډېر دي خو بازار ورته نشته
author avatar
29 Jul 2019 - 11:27

لښکرګاه (پژواک، ۷ زمری ۹۸): د هلمند ولايت کروندګر وايي چې له تېرو ورښتونو سره د هندواڼو او خټکيو پالېزونو ښه حاصلات ورکړي خو زیاتوي چې بازار ورته نه لري.

د دغه ولايت د کرنې رياست مسوولين وايي چې د هلمند په پنځه زره هکتاره ځمکه هندواڼې او خټکي کرل شوي چې تر اوسه ترې ٥٢زره ټنه د هنډواڼو او ٦٩زره ټنه خټکي حاصلات ټول شوي دي.

د دوى په وينا، دغه حاصلات د تېر کال په پرتله ٢٠ سلنه زياتوالی ښيي.

د هلمند يوه کروندګر ګل احمد پژواک اژانس ته وويل، تېر کال د ژمي په موسم کې چې هلمند د ډېرو ورښتونو شاهد و، د دوى پر کرنيزو ځمکو يې مثبت اغېز کړی دی.

هغه زياته کړه چې د دې ورښتونو له امله يې هم حاصلات زيات شوي او هم يې کيفيت ښه شوى دى.

د نوموړي په وينا، د تېرو کلونو په پرتله يې حاصلات ډېر دي، خو دا چې بازار، مارکېټ او سړې خوې نشته، نو په ښه بيه يې نه شي پلورلی.

د هندواڼو او خټکيو يوه سوداګر محمد ګل وايي، که چېرې دلته ښه مارکېټ او سړې خونې واى، نو په هېواد کې دننه او له هېواده بهر نورو هېوادونو ته يې هم صادرول.

د هغه په وينا، د بازار د نشتوالي تر څنګ پر لارو ولاړ پوليس او زوراکي هم ترې پيسې اخلي چې له امله يې کاروبار خراب شوى دى.

د هلمند د کرنې رييس انجنير زلمی الکو بيا د هندواڼو او خټکيو له سږني حاصلاتو خوښ دى او وايي چې د دغه ولايت په پنځه زره هکتاره ځمکه پالېزونه کرل شوي وو.

هغه زياتوي چې سږ کال د هندواڼو په حاصلاتو کې ١٧ سلنه او د خټيکو په حاصلاتو کې ٢١ سلنه زياتوالى راغلى دى.

نوموړي پژواک اژانس ته د مارکېټ او سړو خونو په اړه وويل چې په سيمه ييزه کچه يې يو مارکېټ جوړ کړی خو هڅه کوي د مرکزي ادارې په همکارۍ اساسي مارکېټ او سړې خونې جوړې کړي او کروندګرو ته يې په واک کې ورکړي.

 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.