کابل (پژواک، ٧ زمری ٩٨): حکومت د کابل د حلقوي سړک د عملي کار پیلېدو د یوولس کلن ځنډ لامل د جایدادونو استملاک بولي خو د سیاسي چارو شنونکي نیوکه کوي او وايي چې د جایدادونو استملاک د دغه کار د ځنډ له پلمې پرته بل څه نه شي کېدای.
د ټولګټو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، حلقوي سړک له پلان سره سم د کابل- کندهار له لویې لارې د پغمان ولسوالۍ د قلعه عبدالعلي له سیمې پیلېږي او د چهار اسیاب د خیراباد سیمه، د چهار اسیاب په سنګ نوشته د کابل ـ لوګر لویه لار، د بګرامي ولسوالۍ شېوه کي، د کابل ښار احمدشاه بابا، د کابل څرخي پله زندان، په دهنه تنګي کې د کابل ــ جلال اباد لویه لار، په ده سبز ولسوالۍ کې د نوي کابل اړوند سیمې او د کابل د میربچه کوټ ولسوالۍ په کارېزمیر کې د خیرخانې غونډیو شا بېرته له عبدالعلي سیمې سره نښلوي.
سرچینه زیاتوي، د دغه سړک اوږدوالی ۱۱۷ کیلومتره او پلنوالی یې ۱۰۰ متره په پام کې نیول شوی دی.
د ټولګټو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، د دغه سړک د جوړېدو لګښت د ځمکو او جایدادونو د استملاک په ګډون شاوخوا ۳۳۹ میلیونه امریکايي ډالر اټکل شوی دی.
یوولس کلن ځنډ
د ټولګټو چارو وزارت ویاند مهدي روحاني پژواک خبري اژانس ته وویل، د کابل حلقوي سړک یوولس کاله مخکې د اېټالوي (C.LOTTI) شرکت له خوا له تخنیکي اړخه وڅېړل شو او دوه کاله وروسته یې پایله ټولګټو چارو وزارت ته وسپارل شوه.
روحاني زیاته کړه، د دغه سړک لومړۍ برخه ۲۰.۷ کیلومتره اوږده ده چې د کابل ــ کندهار له لویې لارې پیلېږي او مهدیه ښارګوټی او د قورېغ غرونو لمنې د کابل ــ لوګر له لویې لارې سره تړي.
هغه وویل، د دې پروژې د لومړۍ برخې لپاره ۱۱۰ میلیونه امریکايي ډالر په پام کې نیول شوي چې ۷۴ میلیونه ډالر د اسلامي پراختیايي بانک (IDB) له خوا او ۳۶ میلیونه ډالر د افغان دولت له خوا ورکول کېږي.
هغه زیاته کړه، د دې پروژې د لومړۍ برخې د ۱۲ کیلومترو استملاک چارې بشپړې شوې او په ۸.۷ کیلومتره سیمه کې یوازې د درېیو جایدادونو ستونزه پاتې ده او له دوو میاشتو وروسته به د دې پروژې لومړۍ برخه داوطلبۍ ته وړاندې کېږي.
د ده په خبره، د دغه سړک د کار دویمه برخه چې ۱۸ کیلومتره اوږدوالی لري د کابل ــ لوګر له لویې لارې پیل او د چهار اسیاب ولسوالۍ په سنګ نوشته سیمه او د بګرامیو ولسوالۍ په شېوه کي، احمدشاه بابا مېنه او څرخي پله زندان د کابل ـــ جلال اباد له لویې لارې سره تړي، تر ډیزان لاندې ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن