چاريکار (پژواک، ٧ زمری ٩٨): په پروان ولایت کې په دوو جلا پېښو کې د باج اخیستونکو د یوه قوماندان او د یوه کلي د ملک او ساتونکي په ګډون یې پنځه کسان وژل شوي دي.
د پروان د امنیې قوماندانۍ له جنایي جرمونو سره د مبارزې مدیر خواجه محمد صدیق صدیقي پژواک خبري اژانس ته وویل، ناپېژاندو وسله والو تېره شپه د باج اخیستونکو یو قوماندان خان شېرین له خپلو دوو همکارانو (جنید او شریف) سره یو ځای د جبل سراج ولسوالۍ په نصرت الله خېلو کلي کې وژلی دی.
هغه زیاته کړه، د باج اخیستونکو قوماندان خان شېرین په څو جنايي قضیو کې لاس درلود چې یوه قضیه یې د باج اخیستو پرسر د جبل سراج ولسوالۍ په بازار کې پر یوه خوارک پلورنځي راکټي برید دی.
د یو بل خبر له مخې، په بله پېښه کې د پروان د مرکز اړوند د خلازه کلي ملک او یو ساتونکی یې پر ډزو وژل شوي دي.
د پروان د امنیې قوماندانۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې مدیر د دغه خبر په تایید وویل، تېره ورځ ناوخته د خلازې کلي ملک احمد شعیب له خپل یوه ساتونکي سره د چاریکارو ښار اړوند سیمه کې د برېښنا پر وېش د لانجې د حل لپاره له ښکېلو کورنیو یوه کور ته تللی و.
نوموړي وویل چې احمد شعیب د منځګړتوب پر مهال د لانجې د ښکېل یوه طرف له خوا له خپل ساتونکي سره یو ځای پر ډزو وژل شوی دی.
د ده په خبره، قاتل له سیمې تښتېدلی خو امنیتي سرتېري یې د پیدا کېدو په لټه کې دي.
د یادونې ده، دا په پروان کې د تېرې یوې اوونۍ په لړ کې د وژنې اوومه پېښه ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن