د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د پاکستان پوځي الوتکې لوېدو پېښه کې ١٧ کسان وژل شوي

د پاکستان پوځي الوتکې لوېدو پېښه کې ١٧ کسان وژل شوي

Jul 30, 2019 - 10:37

کابل (پژواک، ٨ زمرى  ٩٨): د پاکستان په راولپنډۍ ښار کې د يوې پوځي الوتکې لوېدو پېښه کې د پنځو سرتېرو په ګډون ١٧ کسان وژل شوي دي.

د پاکستان د پوځ له خوا د زمري په ١٨مه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دا پېښه تېره شپه په شاوخوا دوه بجې د راولپنډۍ په  موهړه کالو سيمه کې رامنځته شوې ده.

سرچينې زياته کړې چې د پوځ يوه الوتکه د روزنيز پرواز پر مهال د تخنيکي ستونزې له امله غورځېدلې ده.

د پاکستان پوځ ويلي چې په دې پېښه کې د دوو پيلوټانو په ګډون پنځه سرتېري چې په الوتکه کې سپاره وو، مړه شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، الوتکه د استوګنې پر کورونو غورځېدلې چې له امله يې ١٢ ملکي وګړي هم وژل شوي او ١٢ نور ټپيان دي.

سرچينې ويلي چې ټپيان بېلابېلو روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement