کابل (پژواک، ٨ زمرى ٩٨): د پاکستان په راولپنډۍ ښار کې د يوې پوځي الوتکې لوېدو پېښه کې د پنځو سرتېرو په ګډون ١٧ کسان وژل شوي دي.
د پاکستان د پوځ له خوا د زمري په ١٨مه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دا پېښه تېره شپه په شاوخوا دوه بجې د راولپنډۍ په موهړه کالو سيمه کې رامنځته شوې ده.
سرچينې زياته کړې چې د پوځ يوه الوتکه د روزنيز پرواز پر مهال د تخنيکي ستونزې له امله غورځېدلې ده.
د پاکستان پوځ ويلي چې په دې پېښه کې د دوو پيلوټانو په ګډون پنځه سرتېري چې په الوتکه کې سپاره وو، مړه شوي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، الوتکه د استوګنې پر کورونو غورځېدلې چې له امله يې ١٢ ملکي وګړي هم وژل شوي او ١٢ نور ټپيان دي.
سرچينې ويلي چې ټپيان بېلابېلو روغتونونو ته لېږدول شوي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن