ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ديني عالمان: کونډو ته دې د دويم واده حق ورکړل شي

ديني عالمان: کونډو ته دې د دويم واده حق ورکړل شي

author avatar
31 Jul 2019 - 12:18
ديني عالمان: کونډو ته دې د دويم واده حق ورکړل شي
author avatar
31 Jul 2019 - 12:18

ګردېز (پژواک، ٩ زمرى ٩٨): د پکتيا ولايت اوسېدونکي وايي چې کونډې شوې ډېری مېرمنې ښه ژوند نه لري او بايد له اسلامي احکامو سره سم ورته د بل واده حق او اختيار ورکړل شي.

دوى د کونډو، په تېره بیا د ځوانو کونډو مېرمنو بې واده پاتې کېدل ننګوونکې ستونزه بولي چې په خبره يې تر ډېره دغه ډول مېرمنې او د هغو اولادونه له ډېرو حقونو بې برخې پاتې کېږي.

د څمکنيو ولسوالي اوسېدونکې جميله وايي، د روانو جګړو له امله د کونډو مېرمنو شمېر خورا زيات دی چې په خبره يې ځينې يې چې غواړي بل واده وکړي، نه پرېښودل کېږي او ځينې د خپلې خوښې خلاف په زور بل چا ته په نکاح کېږي.

نوموړې دا لويه ستونزه بولي او له ديني عالمانو غواړي چې د حالاتو له جدي اړتيا سره سم يې خلکو ته په اړه معلومات ورکړي.

هغې زياته کړه: ((داسې خويندې شته چې کونډې شي او وايي چې زه وخت تېروم او واده نه کوم، خو هغه په زور يو چا ته په نکاح کېږي او خپلې خوښې ته نه پرېښودل کېږي. داسې هم کېږي چې هغه کونډه مېرمن په زور يو چا ته په نکاح کېږي، تر اوسه همداسې ناستې دي او هغه اړيکه چې د ښځې او خاوند ترمنځ بايد وي، نشته، فقط په نوم يې کېنولې وي.))

د دغه ولايت د سيد کرم ولسوالۍ اوسېدونکې شازيه نوري په دې برخه کې د پوهاوي نه شتون او د ځينو ناوړه دودونو حاکميت د دې ستونزې عوامل يادوي او وايي چې ډېری کونډې په ميراثي ډول بل ته په نوم کېږي.

نوري وايي، مدني ټولنې، ديني عالمان او قومي مخور بايد د دې مسئلې د حل لپاره د کونډو د حقونو په اړه عامه پوهاوي ته کار وکړي.

نوموړې پژواک ته وويل: ((زياتره داسې کورنۍ د کونډو له حقونو نه دې خبرې؛ اکثره کورنيو کې کونډې په ميراث نيول کېږي؛ کورنۍ اجازه نه ورکوي چې دوی په خپله خوښه او اختيار بل واده وکړي.))

د پکتيا د ښځو چارو رياست هم دا مهمه ټولنيزه ستونزه بولي او وايي چې په دوديز ډول ډېری کورنۍ نه غواړي کونډه شوې مېرمن یې له خپل کوره وباسي.

د ښځو چارو رييسې نسرين اورياخېل پژواک اژانس ته وويل، که يوه مېرمن کونډه شي او په خپل کور کې يې د نکاح کولو لپاره لوی څوک نه وي، نو کوچنيو ماشومانو ته کېنول کېږي او يا همداسې پاتې کېږي.

دا وايي: ((دا دوه اړخونه لري، يو داسې وي چې په زور چا ته ورکول کېږي، مثلاً يوه مېرمن وايي زما يو يا دوه ماشومان دي، زه همدې ته کېنم، خو کورنۍ يې نه پرېږدي. بل داسې ده چې يوه کونډه غواړي واده وکړي، خو په کور کېنول کېږي او اجازه نه ورکوي چې بل واده وکړي يا يې ماشومانو ته کېنوي.))

د پکتيا د علماوو شورا مشر قاري خواجه الدين حقبيان وايي، کونډه مېرمن حق او اختيار لري چې د لومړي خاوند له مړينې وروسته د عدت له تېرېدو وروسته په خپله خوښه دويم واده وکړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.