ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ميک: پوهنې وزارت له فساد سره د مبارزې ۲۸ سپارښتنې پلې کړې دي

ميک: پوهنې وزارت له فساد سره د مبارزې ۲۸ سپارښتنې پلې کړې دي

author avatar
31 Jul 2019 - 16:50
ميک: پوهنې وزارت له فساد سره د مبارزې ۲۸ سپارښتنې پلې کړې دي
author avatar
31 Jul 2019 - 16:50

کابل (پژواک، ۹ زمری ۹۸): د ميک موندنې ښيي، د پوهنې وزارت د اداري فساد په تړاو د يادې ادارې ۲۵ سلنه سپارښتنې په بشپړ ډول پلې کړې دي، خو د اړينو وړتياوو د نشتوالي او مرسته کوونکو ادارې د نه همغږۍ له امله نږدې ۵۶ سلنه سپارښتنې نيمايي او يا يو څه بشپړې شوې دي.

د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې د څارنې او ارزونې کمېټې نن په کابل کې د پوهنې وزارت د اداري فساد پر وړاندې د زيانمنو ارزونې څلورم څارنيز راپور خپور کړ.

د يادې ادارې څېړونکی حسين رضايي وايي، پوهنې وزارت د اداري فساد پر وړاندې د زيان مننو د ارزونې لومړى راپور د ۱۳۹۶ کال د لړم په مياشت کې خپور شوی و او تر دې مهال يې درې څارنيز راپورونه هم خپاره شوي دي.

رضايي وايي: "تر دې دمه په پوهنې وزارت کې د ټولو وړانديز شوو ۱۱۳ سپارښتنو، ۲۸ سپارښتنې په بشپړ ډول پلې شوې، ٧٢ سپارښتنې يا خو په قسمي ډول پلې شوې او يا يې د پلې کېدو کار پیل شوی، خو ١١ سپارښتنې داسې دي چې د تطبيق چارې يې راتلونکي ته ځنډول شوې او دوه په بشپړ ډول نه دي پلې شوې."

د ده په وينا، په څلوم راپور کې ۱۲ سپارښتنې بشپړې شوې خو په تېرو درېيو راپورونو کې بيا ۱۶ سپارښتنې بشپړې شوې دي.

هغه زياتوي، يادې کمېټې د څلورم څارنيز راپور پر مهال په کابل، کندهار، ميدان وردګو او کاپيسا ولايتونو کې د پوهنې له ولايتي رياستونو، د ولسواليو د پوهنې له امريتونو، د ښوونځو له امرينو او ښوونکو سره مرکې کړې او له ټولګيو ليدنه شوې ده.

همدا راز، دوى د ښوونځيو له شوراګانو، ولايتي شوراګانو، د اداري اصلاحاتو له کمېسيون او مدني بنسټونو سره هم مرکې کړې دي.

د رضايي په وينا، د اصلاحاتو او اداري فساد پر وړاندې د مبارزې پلان جوړول، د داخلي مفتيشينو په شمېر کې زياتوالی، په ښوونيزو مرکزونو کې د ښځو د شمېر ډېروالي او د ښوونکو د لومړي او دويمه درجه بستونو برېښنايي کول هغه سپارښتنې دي چې په څلوم څارنيز راپور کې په بشپړ ډول پلې شوې دي.

دغه راز د دغه وزارت له اداري فساد سره د مبارزې او اصلاحاتو د پلانونو پلي کېدو په تړاو راپور ورکول، ښوونکو ته د ازمايښتي پروګرامونو تصديق ورکول، د ښوونځيو د اداري شوراګانو د چلند د اصولو بياکتنه، له تدريسي نصاب سره د عمومي زده کړو نصاب برابرول، د ښځو لپاره د سواد زده کړو پروګرامونو پراخولو، د دوولسمو ټولګيو د شهادتنامو د وېش بهير برېښنايي کول، د څارنې د عالي کمېټې جوړول، د پوهنې وزارت د ښوونکو او نورو کارکوونکو د وړتياوو لوړونې پروګرامونو ډېرول او د تخنيکي او مسلکي زده کړو خپلواکې ادارې د مديريت سيستم او د تشکيل د بيا کتنې په چارو کې پرمختګ هغه سپارښتنې دي چې قسمې پرمختګ په کې شوی دی.

د ده په وينا، د څارنې او ارزونې کمېټې د څلورم څارنيز راپور په ترڅ کې د هغو ۶۰۰۰ ښوونځيو د کار پرمختګ هم ارزول شوی چې ولسمشر يې د ۱۳۹۷ کال په پيل کې د جوړولو ژمنه کړې وه.

رضايي زياتوي: "ولسمشر محمد اشرف غني د ۱۳۹۷ کال په پيل کې ژمنه کړې وه چې د ۶۰۰۰ ښوونځيو د جوړولو لپاره د ۲۹۸ ميليونه ډالرو له جملې څخه ۱۵۷ ميليونه ډالر يواځې د ښوونځيو د ودانيو جوړولو لپاره ځانګړي کړي خو زموږ موندنې ښيي چې دغه پيسې يواځې د ۲۷۰۰ ښوونځيو د جوړولو لپاره کفايت کوي او ۳۳۰۰ نورو ښوونځيو د جوړېدو لپاره اړينه بودجه نشته."

دی وايي، له يادو ښوونځيو څخه دا مهال د ۲۲۱ باب ښوونځيو د جوړېدو چارې نسبتاً ښه پرمختګ کړی دی.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.