ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د سولې بهیر لپاره د دولت ۱۵ کسیز مذاکراتي ټيم جوړ شو

د سولې بهیر لپاره د دولت ۱۵ کسیز مذاکراتي ټيم جوړ شو

author avatar
31 Jul 2019 - 17:26
د سولې بهیر لپاره د دولت ۱۵ کسیز مذاکراتي ټيم جوړ شو
author avatar
31 Jul 2019 - 17:26

کابل (پژواک،۹ زمری ۹۸): د سولې په چارو کې د دولت وزارت د ۱۵ کسیز مذاکراتي پلاوي د جوړېدو خبر ورکړ او وايي چې دغه پلاوی له نظر غوښتنې وروسته ټاکل شوی دی.

 د سولې په چارو کې د دولت وزارت په نننۍ خبرپاڼه کې چې یوه کاپي یې پژواک هم ترلاسه کړې راغلي چې له اړوند داخلي لوریو سره تر دوامداره او ټول اړخیزو ټاکنو او حکومتي هڅو وروسته د سولې په چارو کې د افغانستان دولت مذاکراتي ټېم جوړ شو.

سرچینه زیاتوي، ددغه پلاوي په جوړښت کې چې ۱۵ غړي لري سیاسي، ټولنیز او قومي څرنګوالی په پام کې نیول شوی څو وکولای شي د دولت له خوا د افغانستان د خلکو د لاسته راوړنو او ارزښتونو په ساتلو خبرې وکړي.

 په خبرپاڼه کې راغلي، د افغانستان دولت د تل پاتې، عادلانه او باعزته سولې ټينګېدو ته بشپړ ژمن دی او د وروستیو پنځو کلونو په جریان کې یې دغه ژمنه په عمل کې ثابته کړې ده.

 سرچینې لیکلي، د سولې په چارو کې د دولت وزارت د هېواد د ثبات لپاره د سیمې او نړۍ په کچه دولت له دولت سره ستراتېژيکې اړیکې یو اساسي اصل ګڼي چې په دې برخه کې د امریکا او افغانستان ترمنځ ستراتېژيکې اړیکې ډېر ارزښت لري.

 دغه راز خبرپاڼې زیاته کړې، افغان دولت له امریکا سره د سولې بهیر د راتلونکو پړاوونو په تړاو د توافق په حال کې دی.

په خبرپاڼه کې د افغان دولت د ۱۵ کسیز پلاوي د غړو نومونه نه دي یاد شوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.