د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په فراه کې پر مسافر وړونکي ۳۰۳ موټر د ماین چاودنې ۳۵ کسان وژلي

په فراه کې پر مسافر وړونکي ۳۰۳ موټر د ماین چاودنې ۳۵ کسان وژلي

Jul 31, 2019 - 11:12

 

دویم تعقیب ــ فراه (پژواک، ٩ زمری ٩٨): راپورونه ښيي چې د کابل ــ کندهار پر لویه لار د مسافرو پر ۳۰۳ ډوله موټر د سړک غاړې ماین چاودنې له امله ۳۵ کسان وژل شوي او ۲۷ نور ټپیان دي.

د فراه د پولیسو ویاند محب الله محب پژواک خبري اژانس ته وویل، یاده پېښه نن سهار شاوخوا شپږ بجې رامنځته شوې ده.

سرچینې زیاته کړه، پېښه هغه محال رامنځته شوه چې د مسافرو یو ۳۰۳ ډوله موټر له هراته کندهار ته پر لاره و او د فراه د نمبر یو شهراه «آب خرما» په سیمه کې د سړک غاړې پر ماین ور برابر شو.

د محب په خبره، تر اوسه له یادې پېښې ۳۵ مړي چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي او ۲۷ ټپیان د فراه ولایت د نمبر یو شاهراه کلینیک ته لېږدول شوي دي.

د نوموړي په خبره، ښايي له یادې پېښې ځیني ټپیان او مړي د هرات روغتونونو ته هم لېږدول شوي وي او د مرګ ژوبلې شمېره د ډېرېدو په حال کې ده.

د فراه د پولیسو ویاند زیاته کړه، په وژل شوو او ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

د محب د معلوماتو له مخې، یاد ماین تازه د وسله والو مخالفینو له خوا ځای پر ځای شوی و.

تر اوسه کومې ډلې د یاد برید مسوولیت نه دی منلی.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement