کابل (پژواک، ٩ زمرى ٩٨): په کابل کې د ملي امنيت رياست وايي چې په کونړ ولايت کې د دوو پاکستانيانو په ګډون درې ځانمرګي بريدګر نيول شوي دي.
د ياد رياست له خوا د زمري په ٩مه پژواک خبري اژانس ته په يوه استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دوى ځانګړو ځواکو د کونړ په مرکز اسعد اباد ښار کې نيول شوي دي.
سرچينې زياته کړې چې په نيول شوو کې دلاور مشهور په عثمان، د کوزې پښتونخوا د باجوړ ايجنسۍ او احمد د کوزې پښتونخوا د دير سيمې د ميدان کلي اوسېدونکى د.
دغه راز ملي امنيت ويلي چې درېيم تن صدام نومېږي او د کونړ اوسېدونکى دى.
په خبرپاڼه کې راغلي چې دوى د قاضي په نامه د طالبانو د يوه قوماندان له خوا ځانمرګي بريدونو ته اماده او غوښتل يې په اسعد اباد ښار کې پر کوم امنيتي چارواکي ځانمرګى بريد وکړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن