خوست ښار (پژواک، ۱۰ زمری ۹۸): په خوست ښار کې د اورلګېدنې له امله شاوخوا ۳۰ دوکانونه سوځېدلي او خلکو ته يې ميليونونه افغانۍ مالي زيان اړولی دى.
د خوست د امنيې قوماندانۍ د اطفايې امر څارمن سيد رووف د زمري په لسمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه اورلګېدنه نن سهار درې بجې د خوست ښار په سوېلي څنډه کې د نجارۍ په يو دوکان لګېدلې او وروسته بيا اور شاوخوا دوکانونو ته هم خپور شوی دی.
هغه وايي چې د دوی اطفايو تر نهو بجو پورې اور کنټرول او مړ کړ او چا ته په کې ځاني زيان نه دی اوښتی.
څارمن سيد رووف زياته کړه چې د اورلګېدنې لامل تر اوسه نه دی معلوم، خو په اړه يې پلټنې روانې دي.
د خوست ښار يوه اوسېدونکي نورمت خان پژواک ته وويل چې د ده دوکان هم د اور په پېښه کې په بشپړ ډول سوځېدلی او نړېدلی دي.
هغه وويل چې په دوکان کې يې د شاوخوا يوولس سوه زره افغانيو په ارزښت وسایل وو، خو اوس ټول له منځه تللي دي.
نوموړي له امنيتي مسوولينو غوښتنه وکړه چې د دې پېښې عاملين ونيسي او د قانون له مخې دې ورته سزا ورکړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن