ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

والي: په اروزګان کې به د افغانیو دودولو لپاره عملي اقدامات وکړو

والي: په اروزګان کې به د افغانیو دودولو لپاره عملي اقدامات وکړو

author avatar
1 Aug 2019 - 16:34
والي: په اروزګان کې به د افغانیو دودولو لپاره عملي اقدامات وکړو
author avatar
1 Aug 2019 - 16:34

ترینکوټ (پژواک، ۱۰ زمري ۹۸): د اروزګان والي وایي چې له دې وروسته به په دغه ولایت کې د افغانيو دودولو لپاره عملي ګامونه پورته کوي او هغه کسان به ونیول شي چې پر کلدارو او يا هم نورو بهرنیو اسعارو راکړه ورکړه کوي.

خو بل لور ته د ترينکوټ ښار اوسېدونکى بيا په لنډ وخت کې د دغه کار عملي کول نا ممکن بولي.

د اروزګان والي محمد شفیق اسدالله سعید د زمري په لسمه د يوې خبري غونډې پر مهال وويل، افغانۍ ملي هویت دى او ټول مکلف دي چې په دودولو کې يې هلې ځلې وکړي.

سعید وایي چې له تېرو اتلسو کلونو راهيسې په دغه ولايت ټوله راکړه ورکړه پر کلدارو ترسره شوې چې نور د منلو نه ده.

د والي په وينا، د ښاري کنټرول د کډ کمېسيون له لوري د ښار ټولو هټۍ والو، د هوټلونو خاوندانو، حمامونو او نورو ته نرخ نامې ورکړل شوې چې له مخې يې اړ دي پر افغانيو راکړه ورکړه وکړي.

ده زياته کړه: ((دغه ځل په دې مسئله کې ډېر جدي يم، ټول هغه کسان به ونيسم چې له افغانيو پرته پر نورو اسعارو راکړه ورکړه وکړي.))

خو بل لور ته د اروزګان يوه اوسېدونکي ملک زرين په دغه غونډه کې وويل چې دا مهال د دغه ولايت شاوخوا نوي سلنه خاوره د طالبانو په کنټرول کې ده.

هغه وايي: ((څو چې امنيت رانه شي د دې مسئلې عملي کول ډېر مشکل کار دى او دا به بدې پايلې هم ولري.))

دغه راز يو بل هټۍ وال صديق الله پژواک ته وويل چې د ښاري کنټرول کمېسيون له لوري بايد داسې نرخنامه وټاکل شي چې هټۍ والو ته په کې ډېر زيان ونه رسېږي.

ده زياته کړه: ((دغه اوسنۍ نرخ پاڼه موږ نه منو؛ ځکه په دې کې موږ ته ډېر تاوان دى.))

د يادونې ده، له دې وړاندې هم په اروزګان او نورو ولايتونو کې پر بهرنيو اسعارو د راکړې ورکړې د مخنيوي لپاره هلې ځلې شوې خو په ټوليزه توګه يې مخنيوى نه دى شوى.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.