کابل (پژواک، ۱۰ زمری ۹۸): د کورنيو چارو وزارت وايي، د کابل ښار د پنځلسمې امنيتي حوزې اړوند د پوليسو پوستې ته نږدې چادونې دوه پوليس وژلي او درې نور يې ټپيان کړي دي.
د کورنيو چارو وزارت وياند نصرت رحيمي وايي، دغه پېښه نن سهار شاوخوا څلورنيمې بجې د کابل ښار د پنځلسمې امنيتي حوزې اړوند د پنجصد فاميليو په سيمه کې رامنځته شوه.
هغه زياتوي، د چاودنې په پايله کې دوه پوليس وژل شوي او درې نور ټپيان دي.
د سيمې اوسېدونکی فرشاد نصرت وايي چې چاودنه نن سهار شاوخوا پنځه بجې د پنجصد فاميلۍ اړوند د هديرې پر پوسته وشوه او مرګ ژوبله هم لري.
هغه زياتوي، چاودنه ډېره درنه وه او د شاوخوا ځينو کورونو ښيښې هم ماتې شوې دي.
د يادې چاودنې مسووليت وسله والو طالبانو پر غاړه اخيستی دی.
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي، نن سهار د کابل ښار پنځلسمې حوزې اړوند د پنجصد فاميليو په سيمه کې د پوليسو په پوسته کې دننه یې تاکتيکي چاودنه کړې او شپږو پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن