د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

شنونکي: که نړیوال منځګړتوب ونه کړي "بین الافغاني مذاکرات" به خورا ستونزمن وي

شنونکي: که نړیوال منځګړتوب ونه کړي "بین الافغاني مذاکرات" به خورا ستونزمن وي

Aug 02, 2019 - 10:29

کابل (پژواک، ۱۱ زمری ۹۸): د سیاسي او سولې چارو شنونکي د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې کېدونکي تړون ته خوشبینه دي، خو ځیني یې اندیښنه لري چې له دغه تړون وروسته به بین الافغاني مذاکرات خورا ستونزمن وي.

د امریکا او طالبانو ترمنځ خبرې اترې چې په قطر کې له تېرو څو میاشتو راهیسې پیل شوې دي، اوس مهم پړاو ته داخل شوې او ویل کېږي چې په راتلونکو څو ورځو کې به د دوی ترمنځ تړون هم لاسلیک شي.

په دغه تړون کې به د امریکایي ځواکونو وتل، له ترهګرۍ سره مبارزه، بین الافغاني مذاکرات او پراخ بنسټه اوربند شامل وي خو دا چې نورې کومې خبرې به په کې وي، دا به وروسته معلومه شي، خو یاد څلور موارد د امریکا ځانګړي استازي په ځلونو بیان کړي دي.

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی چې له تېرو شاوخوا لسو ورځو راهیسې په کابل کې و، پنځه شپږ ځلې یې له ولسمشر اشرف غني او اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله سره لیدلي او له کابل څخه د تګ پر مهال يې ویلي چې دغه ځل یې په کابل کې د خپل ماموریت تر ټولو ګټور سفر کړی دی.

هغه زیاته کړې چې له افغان حکومت سره یې د سولې پر ټولو موضوعاتو موافقه او همغږي شوې او هیله یې څرګنده کړې چې له دې وروسته به امریکا او افغان حکومت د سولې په برخه کې په ګډه پرمخ ځي.

بل لور ته د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي د سولې په اړه وروستیو پرمختګونو ته خوشبینه دي، خو اندېښنه لري چې له افغان لوري سره به بین الافغاني مذاکرات ستونزمن او لانجمن وي.

د کابل پوهنتون استاد او د سولې فعال ډاکتر فیض محمد ځلاند وایي چې په را روانه اوونۍ کې د امریکا او طالبانو ترمنځ روانې خبرې بشپړېږي او یوې هوکړې ته به ورسېږي.

هغه پژواک اژانس ته وویل، د امریکا او طالبانو ترمنځ له تړون وروسته تر ټولو مهمې او سختې خبرې به بین الافغاني مذاکرات وي، خو زیاتوي چې د امریکا له فشار پرته به ولسمشر غني د واک لېږد ته چمتو نه شي.

ځلاند وایي، په کابل کې سیاسیون، قومی مشران او نړیواله ټولنه باید د بین الافغاني ناستو د فشار دلیل شی. ترڅو د طالب او امریکا هوکړه عملی لید لوری خپل کړي.

هغه زیاتوي، بله مهمه خبره د لېږد پروسې تر څنګ د اوربند او تاوتریخوالي کمول دي چې له نړیوال او سیمه ییز ولسي فشار پرته سخت دی.

د سولې بل فعال مشتاق رحیم چې د حکومت او حزب اسلامي د سولې تړون یې له نږدې څارلی او په دې برخه کې یې تحقیقي راپور هم لیکلي، وروستیو پرمختګونو ته هیله من او خوشبینه دی.

هغه پژواک اژانس ته وویل، د خلیلزاد وروستی سفر او لیدنې ښې وې، د افغان حکومت او خلیلزاد ترمنځ د لومړي ځل لپاره همغږي پیدا شوې ده.

د نوموړي په وینا، خلیلزاد په خپل ټویټ کې دغه سفر تر ټولو ګټور بللی، دا ډېره مهمه ده چې د سولې پروسې د بریا لپاره دواړه لوري همنظره و اوسېږي.

مشتاق رحیم وایي، پروسه تېزه او ښه روانه ده او هیله ده چې په راتلونکو ورځو کې افغانان ښه خبرونه ولري.

د سیاسي چارو شنونکی او د سولې عالي شورا د دارالانشا پخوانی کارکوونکی سید خالد سادات وایي، د خلیلزاد او امریکا ترمنځ ټوليز پرمختګ شوی، خو د داخلي کړیو لپاره دا سوله لا مبهمه ده، دوی نه دي خبر چې امریکا او طالبان پر کومو خبرو موافقه کړې ده.

هغه پژواک ته وویل چې د روان پرمختګ لپاره ستر خنډ دا دی چې طالبان افغان حکومت پر رسميت نه پېژني او ورسره خبرې نه کوي، خو د پرمختګ تر څنګ خنډونه هم شته چې باید له منځه یووړل شي.

سادات وایي، د امریکا او طالبانو ترمنځ توافق باید د افغانستان خلکو ته واضح شي.

افغان ژورنالېست سمیع یوسفزی چې څو ځلې یې قطر ته سفرونه کړي او دا خبرې له نږدې څاري وایي، د امریکا او طالبانو ترمنځ پر څو ټکو هوکړه شوې؛ پخوا طالبانو دا خبره ټینګه نیولې وه، څو چې امریکا وتلې نه وي، نه جنګ بندوي او نه له افغان حکومت سره خبرې کوي.

خو د یوسفزي په وینا، ، اوس طالبان له دې خبرې پر شا شوي، له کومو ولایتونو چې امریکایان وځي، هلته به جنګ نه وي، د امارت په نوم به ټینګار نه کوي.

هغه زیاتوي، اوس وخت کم دی او د تلې تر مياشتې پورې باید یوه نتیجه ترلاسه شي.

د یوسفزي په وینا، د امریکا او طالبانو ترمنځ له تړون وروسته د سولې اصلي پروسه (بین الافغاني مذاکرات) پیلېږي چې دا به له لانجو ډکه وي، خو که نړیوال منځګړي شتون ولري، هیله ده ژر نتیجې ته ورسېږي.

د سیاسي چارو شنونکی عنایت الله کاکړ بیا د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړون ته په ښه نیت ګوري او هیله لري چې په دې سره به جګړه ختمه او وینه تویېدنه بنده شي.

هغه زیاتوي، د جنګ ستر لامل د امریکایي ځواکونو شتون دی، له هوکړې مخکې به امریکایي پوځیان له افغانستانه وځي او په دې ډول به د جګړې عمده لامل له منځه ولاړ شي.

کاکړ وایي، له دې وروسته به د افغانانو ترمنځ د تفاهم لړۍ پیلېږي چې د راتلونکي نظام د څرنګوالي په اړه به پرېکړه کوي.

د نوموړي په وینا، دا هر څه به د نړیوالو تضمینوونکو پر وړاندې ترسره کېږي او ټولې خواوې به ژمنه کوي چې له دې وروسته به څوک د یوه بل پر خلاف وسله نه کاروي.

کاکړ وایي، اوه پړاوه بشپړې شوې دي، ټولې ستونزې هوارې شوي او ډیری مواردو باندې توافق د نظر حاصل شوی دی، ابتداییه مسوده ټولو اړخونو ته لیږل شوې او موافقه پرې شوې ده.

د هغه په وینا، بین الافغاني مذاکرات امکان شته، په لومړي قدم کې مخامخ ونه شي، افغان پلاوی به په تخنیکي ټیمونو کې پر ګڼو مواردو خبرې کوي، د بیلګې په توګه اساسي قانون کې تغیر او دموقتې ادارې جوړول.

نوموړي زیاته کړه، داسې پریکړه شوې، چې طالبان به د امارت له نوم څخه لاس په سر کیږي، سیاسي تشکیلات به یې منحل کیږي، د طالبانو تحریک یا غورځنګ به نوی سیاسي حرکت پیلوي.

کاکړ وویل، تر تولو مهمه دامریکایانو وتل دي، کله چې دوی ووځي، به نور تفاهم وشي، او اوربند به وشي، له هر ولایت څخه چې امریکایان هلته به اوربند وشي.

هغه وایي : (( ډاډه یم، چې د وینې تویېدنې مخه ونیول شي، کورنۍ مسایل پخپله هواریږي، هیله ده، چې طالبانو له سیاسي جهتونو سره کښیني، نو تفاهم  به یې زیات شي.))

نوموړي زیاته کړه، چې د نړیوالو قوي تضمینونو په صورت کې د راتلونکو بحرانونو مخه نیول کیږي.

د افغانستان د سولې پروسه او د امریکا هڅې :

ډونالډ ټرمپ چې کله د امریکا د نوي ولسمشر په توګه وټاکل شو، د سوېلي اسیا په اړه یې خپله تګلاره اعلان کړه، په دې تګلاره کې افغانستان هم شامل و، هغه له لومړۍ ورځې له افغانستانه د ځواکونو د وتلو پلان درلود؛ ځکه چې په ټاکنیزو کمپاینونو کې یې هم پر دې ټکي ټینګار کاوه.

د افغانستان د سولې عالي شورا یوه لوړپوړي پخواني چارواکي چې د نوم له څرګندولو یې ډډه کوله، پژواک ته ویلي چې د سولې هڅې یواځې د زلمي خلیلزاد په ماموریت پورې تړاو نه لري، بلکې د ټرمپ د حکومت له جوړېدو سره سم دا هڅې پیل شوې دي.

سرچینې زیاته کړې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د سوېلي او مرکزي اسیا د برخې مرستیاله مېرمن ایلیس وېلز د زلمي خلیلزاد له ماموریته مخکې څو ځلې په قطر کې د طالبانو له استازو سره ملاقاتونه کړي وو.

د سولې شورا دغه چارواکی وایي چې په اندونیزیا کې د افغانستان، پاکستان او اندونیزیا د علماوو ګډه ناسته، د سعودي په جده کې د نړۍ د علماوو کنفرانس چې پر افغان سولې یې ټینګار وکړ، دغه په افغانستان کې د علماوو کنفرانس او بیا د سولې مشورتي جرګه دا ټول د امریکا د سولې د پلانونو برخه وه چې له افغان حکومت سره یې په مشوره پر مخ وړل.

خو یادې سرچینې وویل چې د مېرمن ویلز او طالبانو له پټو لیدنو افغان حکومت په جریان کې نه و، حتی د خلیلزاد او طالبانو له لومړۍ لیدنې هم افغان حکومت په جریان کې نه و چې له امله یې د افغان حکومت او امریکا اړیکې ترینګلې او تر دې پورې ورسېدې چې تر درېیم او څلورم پړاو خبرو پورې دا اړیکې نورې هم خرابې شوې چې بالاخره د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب په واشنګټن کې پر خلیلزاد کلکې نیوکې وکړې.

که څه هم له دې نیوکو سره د افغان حکومت او امریکا اړیکې د لنډ مهال لپاره نورې هم خرابې شوې، خو د اوږدمهال لپاره د افغانستان په ګټه تمامې شوې.

بل لور ته د امریکا مشرانو جرګې دوه ځلې خلیلزاد احضار کړ او د هغه د ماموریت په اړه یې ترې سپیناوی وغوښت.

که څه هم د خلیلزاد د ماموریت د لومړي پړاوونو مذاکراتو جزئیات په ډاګه نه شول، خو وروسته امریکا وویل چې له طالبانو سره یې پر څلورو موضوعاتو خبرې روانې کړې دي، د ځواکونو وتل، له ترهګرۍ سره مبارزه، بین الافغاني مذاکرات او هر اړخیز اوربند.

زلمي خلیلزاد په تکرار دا ویل، څو پورې چې پر دې څلورو موضوعاتو موافقه نه وي شوې، پر یوه هم نه کېږي.

د هغه په وینا، کله چې پر یادو څلورو موضوعاتو موافقه وشوه، بیا تړون لاسلیک کېږي.

اوس داسې ښکاري چې پر یادو څلورو واړو موضوعاتو ټینګار شوی؛ ځکه چې زلمي خلیلزاد وړمه ورځ له کابل څخه د تګ پر مهال ویلي چې دغه ځل یې کابل ته سفر تر ټولو بریالی و او له افغان حکومت سره یې پر ټولو موضوعاتو موافقه شوې او د راتلونکي لپاره به په ګډه کار کوي.

افغان حکومت هم له طالبانو سره د نېغ په نېغه خبرو لپاره ۱۵ کسیز پلاوی اعلان کړی خو غړي یې نه دي په ډاګه کړي.

د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین هم د پرمختګونو خبره کړې او هیله یې څرګنده کړې چې دغه ځل له امریکا سره هوکړې ته ورسېږي او تړون لاسلیک شي.

ده ویلي، هرکله چې امریکا د ځواکونو د وتلو مهالوېش اعلان کړ، بیا به له افغان لورو سره خبرو ته کېني، خو هغه زیاته کړې چې افغان حکومت به د یو لوري په توګه ګډون کوي.

د بین الافغاني مذکراتو لپاره د زمینې برابرولو او فضا رامنځته کولو لپاره په مسکو او قطر کې د افغان سیاستوالو او طالبانو ترمنځ ناستې شوې دي چې د ځینو په وینا، له دې ناستو څخه موخه د راتلونکي بین الافغاني مذاکراتو لپاره لاره هوارول دي.

د امریکا او طالبانو ترمنځ په خبرو کې پاکستان مهم رول ادا کړی او د دې خبرې پخلی د پاکستان لومړي وزیر عمران خان هم امریکا ته د سفر پر مهال کړی دی، خلیلزاد هم چې هر ځل سیمې ته راغلی، نو پاکستان ته یې پټ او ښکاره سفرونه کړي دي.

ویل کېږي چې په روانه اوونۍ کې به د امریکا او طالبانو ترمنځ تړون لاسلیک شي او له هغه وروسته د اټکل له مخې، د اګست په ۱۵مه په اروپایي هېواد ناروې کې بین الافغاني مذاکرات پیلېږي.

په دې برخه کې د ناروې سفیر پرون له ولسمشر اشرف غني او نورو افغان چارواکو سره لیدلي دي.

د افغان سولې پروسه کې قطر، پاکستان، ازبکستان، اندونیزیا، روسیې او چین مهم رول لوبولی دی او کېدای شي دا هېوادونه د ضامن په توګه هم رول ادا کړي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan