د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

ليکوال او ژورنالېست محمد حسن ولسمل د ورپېښې ناروغۍ له امله ومړ

ليکوال او ژورنالېست محمد حسن ولسمل د ورپېښې ناروغۍ له امله ومړ

Aug 02, 2019 - 15:38

کابل (پژواک، ١١ زمرى ٩٨): د پښتو ژبې وتلی ليکوال، ژورنالېست او سياسي مبصر محمد حسن ولسمل په پلازمېنه کابل کې د ورپېښې ناروغۍ له امله د ۸۲ کلونو په عمر ومړ.

نوموړی اصلاً د ننګرهار د کامې ولسوالۍ اوسېدونکی و، د هجرت په کلونو کې د مجاهد ولس مجلې مسوول مدير و او اوس يې په کابل کې د افغان په نوم چاپي خپرونه درلوده.

نوموړی پر دې سربېره د هېواد تکړه ليکوال او ژورنالېست هم و او په دې وروستيو کې يې په ټلوېزيوني او را‌‌‌‌‌‌ډيويي بحثونو کې د سياسي مبصر په توګه هم برخه اخیسته.

نوموړی له اوږدې مودې راهيسې ناروغ و او څه موده وړاندې د درملنې لپاره ناروې هېواد ته هم تللی و.

ليکوال او شاعر اجمل اټک يوسفزي نن پر خپله فېسبوک پاڼه ليکلي چې ښاغلي محمد حسن ولسمل نن له غرمې مخکې ساه ورکړه.

نوموړي د ولسمل مړينه د هېواد د سياست، ادب او ژورنالېزم لپاره یوه لویه ضایع وبلله او زیاته یې کړه چې دا تشه به ژر ډکه نه شي.

ټاکل شوې چې د ارواښاد د جنازې لمونځ د شنبې ورځ سهار لس بجې د کابل په عيدګاه جومات کې ادا شي او وروسته به د ننګرهار په کامې ولسوالۍ کې د جنازې له دویم لمانځه ادا کولو وروسته په خپله پلرنۍ هدیره کې خاورو ته وسپارل شي.

د یادونې ده، محمد حسن ولسمل د قاسم خان زوى دى چې په ١٣١٦ هـ ش کال کې د ننګرهار ولايت د کامې ولسوالۍ په ګهيک کلي کې زېږېدلى و.

نوموړى په ١٣٣٣ کال کې د کابل له ابن سينا لېسې او په ١٣٣٥ کال کې د کابل د کرنې له لېسې څخه فارغ شوى و.

ولسمل په ١٣٤٢ کال کې د کابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو له پوهنځي فارغ شوی و او په همدغه کال بيا د کابل راډيو د پښتو نشراتو د مدير په توګه وګومارل شو.

نوموړي د نورو دندو تر څنګ د بغلان، زابل او د تخار ولايتونو د ځينو ولسواليو د ولسوال په توګه هم دندې ترسره کړې دي.

دغه راز محمد حسن ولسمل په ١٣٤٩ لمریز کال کې د افغان جريدې د امتياز خاوند او مسوول مدير و.

نوموړى يو ځل د ظاهر شاه او يو ځل هم د داود خان په واکمنیو کې او بیا په پاکستان کې زنداني شوى دى.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement