جلال اباد (پژواک، ۱۱ زمری ۹۸): د ننګرهار په بهسودو ولسوالۍ کې په یوه ریکشا کې د دوو ځای پر ځای شوو ماینونو د چاودنې له امله د ریکشا ډریور ټپي شوی دی.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي د زمري په ۱۱مه له پژواک سره خبرو کې وویل، نن له غرمې مخکې شاوخوا یوولس بجې د بهسودو ولسوالۍ د مقام خان په ساحه کې دوو چسپکي ماینونو چې په یوه ریکشا پسې نښلول شوي وو، چاودنې کړې دي.
هغه وايي، په دې پېښه کې د ریکشا ډریور ټپي دی او د درملنې په موخه روغتون لېږدول شوی دی.
د خوږیاڼي په خبره د ریکشا ډریور اکرام الله نومېږي او د لغمان ولایت اصلي اوسېدونکی دی.
د ننګرهار د والي ویاند وايي چې په دې پېښه کې بل چا ته زیان نه دی اوښتی.
تر اوس د دې چاودنو مسوولت چا پر غاړه نه دی اخیستی.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن