ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مدني فعالان: د دایکنډي تر نسبي ارامۍ خپلو پورې اعتراضونو ته دوام ورکوو

مدني فعالان: د دایکنډي تر نسبي ارامۍ خپلو پورې اعتراضونو ته دوام ورکوو

author avatar
3 Aug 2019 - 14:44
مدني فعالان: د دایکنډي تر نسبي ارامۍ خپلو پورې اعتراضونو ته دوام ورکوو
author avatar
3 Aug 2019 - 14:44

 نيلي (پژواک، ١٢ زمری ٩٨): په دایکنډي ولایت کې د طالبانو په ډله ییز برید کې د ۲۵ امنیتي منسوبینو تر مرګ ژوبلې وروسته ددغه ولایت مدني فعالانو لاریون وکړ او حکومت یې په دوه ګوني چلند تورن کړ، دوی ګواښ وکړ چې د دایکنډي تر نسبي ارامتیا پورې به خپلو اعتراضونو ته دوام ورکړي.

د یوه راپور له مخې، د روان کال د زمري په یوولسمه طالبانو د دایکنډي پر کجران او پاتو ولسوالیو ډله ییز برید وکړ چې له امله یې ۱۰ امنیتي منسوبین ووژل شول او ۱۵ نور ټپیان شول.

تېره ورځ ماسپښین ددغه ولایت لسګونه اوسېدونکو او مدني فعالانو لاریون وکړ او د ((امنیه قومانه له خوبه پاڅه، مرګ پر طالبانو، تبعیض بس دی، موږ له خپلو امنیتي سرتېرو ملاتړ کوو.)) شعارونه یې ورکول.

دغو مدني فعالانو په دې ولایت کې پر ناامنو د نیوکې لپاره له ځانونو سره تابوتونه هم لېږدول.

د دایکنډي اوسېدونکې شیما محمدي پژواک خبري اژانس ته وویل: ((د دایکنډي میندې د خپلو زامنو له وژل کېدو او موږ د دایکنډي اوسېدونکي د ځوانانو د تابوتونو له لېږد ستړي شوي یو.))

ددې په خبره، یادو اعتراض کوونکو چې په خپلو اوږو یې تابوتونه لېږدول یو تابوت له شرم لیک سره امنیه قوماندان او یو تابوت له شرم لیک سره یو ځای والي ته وسپارل.

نوموړې وویل، له یوې میاشتې ډېر وخت کېږي چې هره شپه طالبان د کجران او پاتو پر ولسوالیو ډله ییز بریدونه کوي.

هغې وویل، د دغه ولایت لسګونو اوسېدونکو د اعتراض په ډول د تحصن خېمې درولې خو تر اوسه یې چا غږ نه دی اورېدلی او د تېر په پرتله هره ورځ بریدونه ډېرېږي.

 د نوموړې په خبره، په تېره یوه میاشت کې د طالبانو په ډله ییزو بریدونو کې له سلو ډېر امنیتي سرتېري وژل شوي او ټپیان دي.

هغې حکومت پر دوه ګوني چلند او تبعیض تورن کړ او ویې ویل: ((که حکومت تبعیض او تعصب نه لرلی حتمي یې زموږ غږ اورېده او په دغه ولایت کې یې د امنیت د ټينګښت لپاره اقدام کاوه.))

یادې مېرمنې وویل، ترڅو چې دایکنډي نسبي ارامۍ ته ونه رسېږي خپلو مدني اعتراضونو ته به داوم ورکړي.

د دایکنډي مدني فعال طالب حسین یکتا وویل، تر څو چې په پاتو او کجران والسوالیو کې چاڼیز عملیات ترسره نه شي، د طالبانو د ځپلو لپاره سیمې ته ډېر دفاعي سرتېري ونه لېږل شي، د خلکو امنیت ټينګ او خلکو ته نسبي ارامي رامنځته نه شي مدني اعتراضونه او عدالت غوښتنه به دوام ولري.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.