ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خوست کې پر ٨٠ هکتاره ځمکه د زيتونو باغونه جوړ شوي

خوست کې پر ٨٠ هکتاره ځمکه د زيتونو باغونه جوړ شوي

author avatar
3 Aug 2019 - 11:03
خوست کې پر ٨٠ هکتاره ځمکه د زيتونو باغونه جوړ شوي
author avatar
3 Aug 2019 - 11:03

خوست ښار (پژواک، ۱۲ زمری ۹۸): په خوست کې د خلکو د اقتصادي ودې پراختيا لپاره پر اتيا هکتاره ځمکه د زيتونو ۱۶ زره اصلاح شوي نيالګي ايښودل شوي دي.

د زيتونو دغه اصلاح شوي نيالګي ددغه ولايت په ځاځي ميدان کې د يوې وړې غونډۍ پرسر ايښودل شوي.

د خوست د کرنې او مالدارۍ رياست چارواکي وايي چې دا پروژه د ځايي خلکو په همکارۍ پلې شوې او ښايي راتلونکی کال ترې حاصلات هم راټول کړي.

هغوی وايي، دغه نيالګي به ژر په ميوه راشي او په لږ وخت کې به ترې کروندګر ډېر عايدات ترلاسه کړي.

د کرنې رييس انجنير حفيظ الله شاه نوري پژواک خبري اژانس ته وويل چې پر دې پروژه څه باندې ۸۱ زره ډالر لګښت شوی چې په سلو کې ۹۳ د سوېس د مرستو پرمختيايي ادارې ورکړي او ۷ فيصده د ځايي خلکو ونډه ده.

هغه وايي: ((ځاځي ميدان ولسوالۍ د اقليم له نظره د زيتونو لپاره ډېره مناسبه ده او پيوند يې هم ښه نتيجه ورکړې ده. په تېرو کلونو کې پيوند د فيصدۍ له نقطې نظره ۴۵ فيصده و، خو سږ کال د پيوند لګېدلو فيصدي له ۶۵ څخه لوړه ده او په دې خاطر موږ هلته تمرکز ډېر زيات دی.))

ورته مهال په دې ولايت کې د قومونو د اړيکو دفتر يا ټي ايل او هم وايي چې د يو مشروع نبات په توګه يې د ځايي خلکو د اقتصادي ودې لپاره په ځاځي ميدان ولسوالۍ کې پر اتيا هکتاره ځمکه د زيتونو اصلاح شوي نيالګي ايښي دي.

ددغه دفتر يو تن مسوول انجنير صمدالله سادات پژواک اژانس ته وويل چې د ځينو نورو نباتاتو په پرتله د زيتونو عايدات ډېر ښه دي.

 هغه زياته کړه : ((زيتون يو مشروع بوټی دی، چې هر ځای کرل کيږي. نسبت يو شمېر نورو ته يې عايدات زيات دي او زموږ هڅه دا ده چې نورو ځايونو کې هم دا پروژه پلې کړو.))

په همدې حال کې د عالم شېر په نوم د ځاځي ميدان ولسوالۍ يو تن اوسېدونکي پژواک ته وويل که دې کار ښه پايله ورکړه، نو خلک به ډېره ګټه ترلاسه کړي.

نوموړي زياته کړه: ((دغو نه اچار جوړېږي، د زيتونو تېل ترې جوړيږي، همداسې په درملو کې هم استعماليږي. تاسو ته معلومه ده چې د ځاځي ميدان خلک غريب دي، انشاالله په دې سره به يې اقتصاد ښه وده وکړي.))

د نور ولي شاه په نوم د ځاځي ميدان يو بل اوسېدونکي بيا پژواک ته وويل چې د دوی زياتره خلک غريب او بې وسه دي او په دې سره به ورته د پنځو پيسو پيداکولو ښه وسيله پيدا شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.