ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ملي دفاع وزارت د خيالي سرتېرو شتون رد کړ

ملي دفاع وزارت د خيالي سرتېرو شتون رد کړ

author avatar
3 Aug 2019 - 17:30
ملي دفاع وزارت د خيالي سرتېرو شتون رد کړ
author avatar
3 Aug 2019 - 17:30

کابل (پژواک، ١٢ زمرى ٩٨) :  ملي دفاع وزارت د سيګار  هغه ادعا چې په دې وزارت کې خیالي سرتېري موجود دي، رد کړه.

په افغانستان کې د امريکا پلټونکې ادارې (سيګار ) له خوا تېره اوونۍ په يوه خپور شوي راپور کې راغلي وو چې په جګړو کې د سرتېرو د مرګ ژوبلې او د  ملي دفاع وزارت په چوکاټ کې د خيالي سرتېرو له امله د افغان ځواکونو شمېره کمه شوې ده.

خو د ملي دفاع وزارت ویاند روح الله احمدزي د زمري په ١٢مه، په يوه خبري غونډه کې وويل چې د هېواد د دفاعي ځواکونو په لیکو کې هېڅ خیالي سرتېری شتون نه لري.

هغه زياته کړه، سيګار د دغه راپور د چمتو کولو پر مهال له دفاع وزارت سره هیڅ تماس نه دی نیولی او د معلوماتو غوښتنه یې هم نه ده کړې.

د ملي دفاع وزارت ویاند وویل، په قوي احتمال سره د سيګار په دې راپور کې د دفاع وزارت تشکیلاتي چتر چې ۲۳۴ زره تنه پېشبیني شوی و، د اردو د اکمال له چتر سره چې شاوخوا ۲۰۰ زرو تنو ته رسیږي؛ غلط کړی وي.

هغه زياته کړه، سربېره پر دې د هېواد د اردو د ۲۳ زره منسوبینو نوم او شهرت، د ترخیص، تقاعد، انفصال، شهادت، معلولیت له امله له سیستم څخه بیرون او په بېل لېست کې ځای پر ځای شوي دي؛ چې په زیات احتمال سره (SIGAR) به په دې برخه کې هم غلطي کړې وي.

احمدزي وویل، اوسمهال ۹۹.۹ سلنه د ملي اردو سرتېري بایومټریک شوي او هېڅ خیالي سرتېری نه شته.

هغه دغه راز زیاته کړه چې اوسمهال د اردو ۱۶۶۰۵۶ منسوبین د APPS سیستم ته شامل شوي او  هغوى ته معاشونه په شفافه توګه د همدې سیستم له لارې ورکول کیږي. په پام کې ده تر راتلونکې یوې میاشتې پورې د ملي اردو ۱۸ زره نور منسوبین هم په یاد سیستم کې شامل شي. دغه راز د اردو ۱۰ زره ملکي کارکوونکي به هم په نږدې راتلونکې کې نوموړي سیستم ته ور زیات شي.

په همدې حال کې د ملي اردو ۵ زره منسوبین چې تازه د اردو لیکو کې شامل شوي، د هغوى د ذاتي دفترونو د نه بشپړوالي له امله به په نږدې راتلونکې کې په یاد پروګرام کې شامل شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.