ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په غزني کې تېره مياشت  ١٩٢ کسان وژل شوي

په غزني کې تېره مياشت ١٩٢ کسان وژل شوي

author avatar
3 Aug 2019 - 16:30
په غزني کې تېره مياشت  ١٩٢ کسان وژل شوي
author avatar
3 Aug 2019 - 16:30

غزني ښار (پژواک، ١٢ زمرى ٩٨): د غزني حکومتي مسوولين وايي چې په تېره يوه مياشت کې په دغه ولايت کې ١٩ ملکي وګړي، ١٦ امنيتي سرتېري او ١٥٧ طالبان وژل شوي خو طالبان بيا دغه څرګندونې ردوي.

د غزني د والي وياند محمد عارف نوري د زمري په ١٢مه د يوې خبري غونډې پرمهال وويل چې په تېره يوه مياشت کې په غزني ښار او ولسواليو کې ١٩٢ کسان وژل شوي او ٢٨٨ نور ټپيان شوي دي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، په وژل شويو کې ١٩ ملکي وګړي، ١٦ امنيتي سرتېري او ١٥٧ طالبان شامل دي او په ټپيانو کې ١٩٣ يې ملکي وګړي، ٤٧ يې امنيتي سرتېري او ٤٨ يې طالبان دي.

د نوري په وينا، په همدغه موده کې ١٧ تنه هغه کسان هم نيول شوي چې په غزني ښار کې به يې پر  بې غږه تومانچو خلک وژل.

نوموړي زياتوي چې په تېره يوه مياشت کې امنيتي ځواکونو يو موټر سايکل بم، دوه موټر بم او پنځوس نور ماينونه له منځه وړي دي.

د غزني د والي وياند وايي چې ډېرو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله د طالبانو د بريدونو له امله اوښتې ده.

خو د ده يک ولسوالۍ يوه اوسېدونکي عبدالخالق پژواک ته وويل چې څو ورځې وړاندې په پايلوچ سيمه کې د هوايي ځواکونو د بريد پرمهال درې ملکي وګړي و وژل شول.

دغه راز د غزني ښار اوسېدونکي حميدالله پژواک ته وويل چې په تېرو څو ورځو کې د طالبانو د پرله پسې بريدونو له امله له شلو ډېر پوليس وژل شوي دي.

د هغه د معلوماتو له مخې، په تېره يوه اوونۍ کې لس پوليس په اب بند، پنځه په خوږياڼو او شپږ په ده يک ولسوالۍ کې وژل شوي دي.

ده زياته کړه: ((زه نه پوهيږم چې دا حکومتي مسوولين ولې دروغ وايي او اصلي ارقام پټوي.))

بل لورته طالبان بيا د غزني د والي وياند څرګندونې ردوي.

د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې په تېره يوه مياشت کې په غزني کې ١٨ طالبان وژل شوي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.