هرات ښار (پژواک، ١٢ زمرى ٩٨): د غور د ولايتي شورا ځينې غړي وايي چې ددغه ولايت له مرکز سره د يوې پوستې د سقوط په ترڅ کې د ملي اردو اته سرتېري وژل شوي، اووه ټپيان دي او لس نور لادرکه شوي.
دغه څرګندونې د غور د ولايتي شورا منشي غلامسخي جاوید پژواک اژانس ته وکړې.
هغه وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د غور د مرکز فیروزکوه سوېل لوېديځ لورته په ٤٠کيلومترۍ کې د «بندبايان» په نامه پر پوسته بريد کړى دى.
هغه زياته کړه چې طالبانو ددغې پوستې ټول وسايل او توکي له ځان سره وړي دي.
د نوموړي په خبره، ياده پوسته له دوو مياشتو راهيسې د طالبانو له خوا کلابنده وه.
د غور چارواکو په دې اړه له خبرو کولو ډډه وکړه.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن