ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په غور کې د ملي اردو اته سرتېري وژل شوي

په غور کې د ملي اردو اته سرتېري وژل شوي

author avatar
3 Aug 2019 - 18:52
په غور کې د ملي اردو اته سرتېري وژل شوي
author avatar
3 Aug 2019 - 18:52

هرات ښار (پژواک، ١٢ زمرى ٩٨): د غور د ولايتي شورا ځينې غړي وايي چې ددغه ولايت له مرکز سره د يوې پوستې د سقوط په ترڅ کې د ملي اردو اته سرتېري وژل شوي، اووه ټپيان دي او لس نور لادرکه شوي.

دغه څرګندونې د غور د ولايتي شورا منشي غلام‌سخي جاوید پژواک اژانس ته وکړې.

 هغه وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د غور د مرکز فیروزکوه سوېل لوېديځ لورته په ٤٠کيلومترۍ کې د «بندبايان» په نامه پر پوسته بريد کړى دى.

هغه زياته کړه چې طالبانو ددغې پوستې ټول وسايل او توکي له ځان سره وړي دي.

د نوموړي په خبره، ياده پوسته له دوو مياشتو راهيسې د طالبانو له خوا کلابنده وه. 

د غور چارواکو په دې اړه له خبرو کولو ډډه وکړه.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.