ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تېره مياشت په افغانستان کې څه باندې ۳۶۰۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

تېره مياشت په افغانستان کې څه باندې ۳۶۰۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

author avatar
4 Aug 2019 - 09:09
تېره مياشت په افغانستان کې څه باندې ۳۶۰۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
author avatar
4 Aug 2019 - 09:09

کابل (پژواک، ١٣ زمری ۹۸): تېره ميلادي مياشت په افغانستان کې څه باندې ۳۶۰۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده چې دا د وړمې مياشتې په پرتله په مرګ ژوبله کې دوه برابره زیاتوالی ښيي، دغه راز د بريدونو په شمېر کې هم ۸۶ سلنه ډېروالی راغلی دی.

په هېواد کې د مرګ ژوبلې کچه په داسې حال کې لوړه شوې ده چې د سولې هڅې هم چټکې شوې دي او هيله ده چې په راتلونکو څو ورځو کې د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړون لاسليک شي.

د پژواک خبري اژانس د راپور له مخې، د روان ٢٠١٩ زېږديز کال د جون مياشتې پر مهال په افغانستان کې نږدې ۱۵۰۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه، خو تېره (جولای) مياشت د مرګ ژوبلې دغه شمېره نږدې ۳۶۲۵ ته لوړه شوې ده.

د پژواک خپاره شوي خبرونه چې د بېلابېلو سرچينو د څرګندونو له مخې برابر شوي، ښيي چې د روان زېږديز کال په جولای مياشت کې د هېواد له ٣٤ ولايتونو څخه په ۳۲ ولايتونو کې بريدونه شوي چې له امله يې ۱۹۵۷ کسان وژل شوي او ۱۶۶۸ نور ټپيان دي.

دغه مرګ ژوبله په ۲۴۶ بېلابېلو بريدونو کې اوښتې ده چې د جون مياشتې په پرتله ۸۶ سلنه ډېره ښيي.

د معلوماتو له مخې، له يادو بريدونو څخه ۸۹ طالبانو، ۷۳ ناپېژاندو وسله والو، ۷۰ دولتي ځواکونو او ۱۴ په افغانستان کې مېشتو بهرنيو ځواکونو کړي دي.

ترلاسه شوي معلومات ښيي چې تېره مياشت له هرو ۳۶ کسانو، ۱۹ ته په مخامخ نښتو، اوو کسانو ته په ځانمرګو بريدونو، څلورو ته په هوايي بريدونو او چاودنو او دوو ته په هدفي بريدونو کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

 

تېره مياشت تر ټولو ډېر (۲۶) بريدونه په فارياب، ۲۴ په کندهار، ۲۰ بريدونه په غزني، ۱۹ بريدونه په ننګرهار او پاتې ۱۵۷ نور په ۲۸ پاتې ولايتونو کې ترسره شوي دي.

په جولای مياشت کې يواځې له باميان او نورستان ولايتونو د بريدونو راپور نه دى ترلاسه شوى او په روان زېږديز کال کې دا لومړی ځل چې له پنجشېر ولايت څخه د بريد راپور ترلاسه کېږي.

مرګ ژوبله

د پژواک راپورونه ښيي چې په يادو بريدونو کې تېره مياشت ټول ۱۹۵۷ کسان وژل شوي او ۱۶۶۸ نور ټپيان شوي دي.

په دغو وژل شوو او ټپيانو کې د دولت وسله وال مخالفين، دولتي ځواکونه، بهرني ځواکونه او ملکي وګړي شامل دي، خو پژواک يې ځکه ځانګړې شمېرې نه خپروي چې په اړه يې بېلابېلو سرچينو بېلابېلې څرګندونې کړې او د ټولو تفکيک شونى نه دى.

تېره مياشت هېڅ داسې ورځ نشته چې بريد نه وي شوى او مرګ ژوبله دې نه وي په کې اوښتې، خو تر ټولو ډېره مرګ ژوبله د دې مياشتې په لومړۍ نېټه اوښتې ده.

په دغو بريدونو کې ۱۵۹ کسان وژل شوي او ۱۷۳ نور ټپيان شوي دي.

د راپورونو له مخې، د دې ورځې تر ټولو خونړۍ پېښه د کابل ښار د ګلبهار ټاورز ښارګوټي ته نږدې د ملي دفاع وزارت اړوند د لوجستيک، تخنيک او انجنيرۍ رياستونو باندې د وسله والو طالبانو بريد و چې ۱۱ کسان په کې ووژل شول او ۱۱۶ نور ټپيان شول.

شنونکي وايي، په بېلابېلو سيمو کې د جګړې د مرګ ژوبلې کچې ډېروالى د جګړې په ډول او تاکتیک پورې اړه لري.

د هغوى په وينا، په جبهه يي جګړو او هغو بريدونو کې مرګ ژوبله ډېره وي چې په ګڼ مېشتو سيمو کې ترسره کېږي.

د جګړو د ډېروالي لاملونه

د پوځي چارو شنونکى متقاعد جنرال عتيق الله امرخېل وايي: “جګړه داسې نه ده لکه د انسانانو روټين ژوند؛ جګړه کله تودېږي او کله سړېږي.”

هغه پژواک اژانس ته وويل، د جګړې کموالى بېلابېل لاملونه لرلاى شي او کله د دې لپاره هم جګړه کمېږي چې د جګړې يو يا دواړه لوري د جګړې لپاره پر اکمالاتو او تياريو بوخت شي.

ده وويل چې که څه هم دى د سولې پر روانو خبرو ډېر باور نه لري، خو کېداى شي تر يوه بريده پر جګړه تاثير ولري، يا يې د زياتوالي او يا يې هم د کموالي لامل شي؛ ځکه چې کله ځيني لوري د سولې د خبرو پر مهال جګړه زياتوي څو د سولې په خبرو کې امتياز ترلاسه کړي او کله هم بيا داسې وي چې د سولې خبرې د جګړې د کموالي لامل شي.

د ملي دفاع وزارت مرستيال وياند فواد امان وايي چې دى د پژواک په دغه راپور کې له خپرو شوو شمېرو سره موافق نه دى او وايي چې تېره مياشت د دولتي ځواکونو بريدونه ډېر شوي او دغه ځواکونه له دفاعي حالت څخه تهاجمي حالت ته تللي دي.

له تېرو شاوخوا ١٧ کلونو راهيسې له افغان دولت او په افغانستان کې له مېشتو بهرنيو ځواکونو سره د وسله والو طالبانو او ځينو نورو وسله والو مخالفينو جګړه روانه ده.

د روان ميلادي کال د لومړيو اوو مياشتو مرګ ژوبله کې د تېر کال د همدې مودې په پرتله لس سلنه کموالى راغلى.

د پژواک د راپورونو له مخې، په ٢٠١٧ کال کې نږدې ٢٥زره، په ٢٠١٨ کال کې نږدې ٢٧زره او د روان کال په لومړيو اوو مياشتو کې څه باندې ۱۳۷۰۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

اوربند وکړئ!

د ميدان وردګو ولايت د مرکز ميدان ښار اوسېدونکې پلوشه ستانکزۍ د سولې اتم پړاو خبرې پر نېک پال نيسي او زياتوي: “د جګړې پر ښکېلو ډلو مې غږ دا دی چې نور د خپل وروڼو د وينو تویولو لړۍ بنده کړئ او مه پرېږدئ چې معصومې خويندې مو کونډې او د بل د اوږو بار شي.”

نوموړې ښکېلو غاړو ته په خطاب کې وايي: “مخکې له دې چې د سولې خبرې پايلې ته رسېږي، اوربند وکړئ، په ګډه دا د خير کار ته ملا وتړئ، څو نور مو هېوادوال ونه وژل شي.”

د فراه ښار د لومړۍ ناحيې اوسېدونکی احمد شعيب چې شاوخوا دوه کاله وړاندې يې خپل ورور په يو ځانمرګي بريد کې وژل شوى وايي: “په سوله کې خير او ښېګڼه ده، دا څلور لسيزې په بېلابېلو نومونو خپل افغانان وژنو؛ واقعاً دا ډول ژوند له دردونو ډک ژوند دی.”

هغه هم پر ښکېلو غاړو غږ کوي چې د سولې لپاره افغانانو ته په لاس ورغلى فرصت له لاسه ورنه کړي او د افغانانو د وينو بهېدو د درېدو لپاره قربانۍ ته چمتو شي، سوله وکړي او مخکې له دې چې د سولې خبرې پايلې ته رسېږي، اوربند وکړي او په دې توګه د خپلو هېوادوالو ژوند وژغوري.

بلخوا د ولسي حرکت سلګونو غړو پرون د کابل په قره باغ ولسوالۍ کې د يوې غونډې او لاريون پر مهال د جګړې پر ښکېلو خواوو د اوربند کولو غږ وکړ.

د يادونې ده، ملګرو ملتونو هم تېره جولاى مياشت د ملکي وګړو لپاره تر ټولو خونړۍ ياده کړې او ويلي يې دي چې په دې مياشت کې ١٥٠٠ ملکيانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه چې په روان کال کې تر ټولو لوړه شمېره ده.

Visits: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.