ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د امريکا په ټکزاس ایالت کې یوه وسله وال کس ٤٦ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده

د امريکا په ټکزاس ایالت کې یوه وسله وال کس ٤٦ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده

author avatar
4 Aug 2019 - 09:20
د امريکا په ټکزاس ایالت کې یوه وسله وال کس ٤٦ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده
author avatar
4 Aug 2019 - 09:20

کابل (پژواک، ١٣ زمرى ٩٨): د امريکا په تګساس ايالت کې يوه وسله وال کس په یوه مغازه کې پر خلکو ډزې کړې او ٤٦ کسانو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

امريکايي رسنيو خبر ورکړى چې دا پېښه تېره ورځ پر ځايي وخت شاوخوا لس بجې د سيلو ويسټا په سيمه کې د ولمارټ په نوم يوه سوداګريز مرکز يا مغازه کې په داسې حال کې رامنځته شوه چې هلته د خلکو ګڼه ګوڼه ډېره وه.

د ټکساس ښاروالي ګريک ابوټ  د دغه ايالت په تاريخ کې تر ټولو خونړۍ پېښه ياده کړې او ويلي يې دي چې د نهو ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى.

هغه زياته کړې، پوليسو  يو ٢١ کلن مشکوک کس چې سپين پوستى بلل شوى، نيولى او باور کېږي چې بريد همدغه سړی ترسره کړى دى.

د ټکساس پوليسو ويلي چې بريدګر مغازې ته له ننوتو سره سم پر خلکو ډزې پيل کړې ، ٢٠ تنه يې وژلي او ٢٦ نور يې ټپيان کړي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.