نیلي (پژواک، ۱۳ زمری ٩٨): د دایکنډي لسګونو مدني فعالانو په دې ولایت کې د ناامنيو زیاتېدو او د امنیتي ځواکونو نه سمبالښت په تړاو نیوکه وکړه او هغه وسلې يې چې خپله يې جوړې کړې وې، نن خلکو ته د نندارې په ډول وړاندې کړې.
د دایکنډي یوه مدني فعال محمد علی تیموری، پژواک خبري اژانس ته وویل چې د (1000$) په نوم یو توغندى او څلور غولکې چې له لرګي او وسپنې يې جوړې کړې وې، نن د نیوکې په ډول په یوه اعتراضي حرکت کې خلکو ته وښودې او د یاد ولایت والي ته يې وسپارلې.
ده زياته کړه، یادې وسلې د طالبانو د شپې دوربین لرونکو وسلو په مقابل کې ډېر حساسیت لري، دغه راز د دې وسلو دفاعي توان هم ډېر دی چې سیمه ييزې ادارې کولی شی له طالبانو سره په جنګ کې له دې وسلو ګټه واخلي.
دغه راز د یاد ولایت د ولایتي شورا غړي شیما محمدي وویل، له یوې میاشتې زیاته موده کېږي چې د دایکنډي کجران او پاتو ولسوالۍ د جنګ په اور سوځي چې د دې جنګونو په پایله کې ۱۳۰ امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې ده، خو دولت ورته هیڅ پام نه دی کړی.
د ده په وينا، د کجران ولسوالۍ د سقوط په حال کې ده.
دواړه سرچینو حکومت د یاد ولایت د امنیت په برخه کې په بې کفایتۍ تورن کړ.
خو دا په داسې حال کې ده چې د ملی دفاع وزارت ویاند روح الله احمدزي تېره ورځ خبري غونډې ته په کابل کې وویل چې د دایکنډي د امنیت لپاره چاڼیز عملیات پیل شوي او مخالفینو ته په کې درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن