چاريکار (پژواک، ١٣ زمرى ٩٨): د کورنيو چارو وزارت وايي چې د پنجشېر لپاره د وسله والو طالبانو د والي مرستيال له پنځو نورو ملګرو سره په کاپيسا ولايت کې د هوايي بريد په ترڅ کې وژل شوى دى.
د کورنيو چارو وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې تېره نيمه شپه امنيتي ځواکونو د کاپيسا د نجراب ولسوالۍ په اهنګران سيمه کې هوايي بريد ترسره کړى چې په ترڅ کې يې د پنجشېر لپاره د طالبانو د نومول شوي والي مرستيال عبدالاحد چې پر ذولفقار مشهور و، له پنځو کسانو سره وژل شوى دى.
سرچينه وايي چې په دغو عملياتو کې د وسله والو طالبانو يو شمېر وسلې او مهمات هم د امنيتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.
سرچينه زياتوي: ((ذولفقار د هغو وسله والو له ډلې و چې د کاپيسا او ګاونډيو ولايتونو په ناامنيو کې يې لاس درلود.))
د کاپيسا د امنيې قوماندانۍ وياند عبدالشایق پژواک اژانس ته وويل چې امنيتي ځواکونو تېره نيمه شپه په کاپيسا کې هوايي بريد ترسره کړى چې په ترڅ کې يې د پنجشېر لپاره د وسله والو طالبانو د والي مرستيال ذولفقار وژل شوى.
ده زياته کړه چې د پنجشېر لپاره د وسله والو طالبانو والي ملا دستگیر د ياد ولايت د شتل ولسوالۍ اوسېدونکى دى.
هغه وويل چې د پېښې په ځاى کې د وسله والو طالبانو مړي پاتې دي.
د نوموړي په خبره چې يو شمېر وسله وال طالبان ټپيان او نيول شوي هم دي، خو کره شمېره يې په ډاګه نه کړه .
وسله والو طالبانو تر اوسه پورې په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن