ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر غني: هېڅ ډول داسې معامله به ونه کړم چې د ښځو حقونو ته زیان واوړي

ولسمشر غني: هېڅ ډول داسې معامله به ونه کړم چې د ښځو حقونو ته زیان واوړي

author avatar
4 Aug 2019 - 16:29
ولسمشر غني: هېڅ ډول داسې معامله به ونه کړم چې د ښځو حقونو ته زیان واوړي
author avatar
4 Aug 2019 - 16:29

کابل (پژواک، ١٣ زمرى ٩٨): ولسمشر غني وايي، د سولې په برخه کې يې هڅې هر اړخیز بحث دی او تر هغو پورې چې مسوولیت یې وي، هېڅ ډول داسې معامله به ونه کړي چې د ښځو حقونو ته زیان واوړي.

له ارګه د زمري په ١٣مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د ښځو د حقونو له یو شمېر فعالانو او په خصوصي سکتور او مختلفو دولتي ادارو کې له فعالو ښځو سره وکتل.

سرچينې زياته کړې، په دې کتنه کې چې په ارګ کې ترسره شوه، د هېواد لومړۍ مېرمن هم حضور درلود، په سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو برخو کې د ښځو پر رول او د هغوی په ځواکمنتیا بحث وشو.

هغوی وویل، په تېرو پنځو کلونو کې په ټولو برخو له هغې ډلې مدني ازادیو، حقونو، تعلیم او کار ته د ښځو لاسرسی او د حکومت د تصمیم نیولو په کچو کې د هغوی سیاسي رول زیات شوی او ټینګار یې وکړ چې په ځانګړي ډول په وروستیو دوو لسیزو کې د ښځو لاسته راوړنې باید د سولې په پروسه کې له پامه ونه غورځول شي.

د ښځو حقونو فعالانو څرګنده کړه، په وروستیو څو کلونو کې د ښځو د حقونو ملاتړ په برخه کې زیات قوانین تدوین شوي، د ښځو رول سمبولیک نه و او حکومت د هغوی ځواکمنتیا ته جدي پاملرنه کړې ده.

ولسمشر د هغوی د خبرو له اورېدو وروسته وویل: (( زما د کار عمده برخه د ښځو پر حقونو تمرکز او په کسب او کار، سوداګرۍ، تعلیم او لوړو زده کړو کې د هغوی ازادۍ ته پاملرنه ده، څو رول او مقام یې خوندي پاتې شي او همداراز تصویب شوي قوانین د هغوی د حقونو د تامین لامل شول.))

هغه زیاته کړه: ((د سولې په برخه کې زموږ هڅې هر اړخیز بحث دی او تر هغو پورې چې زه مسؤولیت لرم، هېڅ ډول داسې معامله به ونه کړم چې د ښځو حقونو ته زیان واوړي.))

هغه ټینګار وکړ چې ښځې د افغانستان د راتلونکې عمده برخه ده او حکومت د ښځو د لاسته راوړنو ساتنې ته ژمن دی.

ولسمشر د هېواد له ټولو ښځو وغوښتل چې په جمهوري ریاست ټاکنو کې برخه واخلي، په سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو برخو کې فعال حضور ولري او هېڅکله هم د خپلو حقونو ترلاسه لپاره خاموشه پاتې نه شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.