کندهار (پژواک، ۱۳ زمری ۹۸): چارواکي وايي چې کندهار کې د میانکو او لوړې بندونه جوړېږي چې د کرنې د ودې او پراختیا په برخه کې ډېر مهم دي.
د کندهار د والي ویاند بهیر احمدي پژواک خبري اژانس ته وویل چې د دغو بندونو د جوړېدو په اړه د کندهار والي حیات الله حیات د اوبو او کرنې په چارو کې د ولسمشر له سلاکار حمید هلمندي سره خبرې کړي.
هغه زیاته کړه، د کندهار والي له هلمندي غوښتي څو د کندهار ښار د میانکو او ارغستان ولسوالۍ د لوړې بندونو د جوړولو چارې ګړندۍ شي.
والي وايي، د دغو بندونو په جوړېدو سره په کندهار کې کرنه د پام وړ پرمختګ کولای شي چې ورسره به کروندې او باغونه ډېر شي او د اوبولو لپاره به یې کروندګر او باغ لرونکي کافي اوبه ولري.
د اوبو او کرنې په برخه کې د ولسمشر سلاکار حمید هلمندی وايي، د کندهار د ارغستان ولسوالۍ د لوړې بند د سروې لپاره یو میلیون ډالر ځانګړي شوي دي.
هغه زیاتوي، د دغه بند د سروې او ډيزاین چارې به د روان ۲۰۱۹ زېږدیز کال د اکتوبر په میاشت کې پيل شي.
د ده په خبره، د سروې او ډېزاین چارو له بشپړېدو وروسته به د دغه بند پر جوړولو ۳۰ میلیونه ډالر ولګول شي چې هندوستان یې د ورکولو ژمنه کړې ده.
دی وايي، دمګړی د دغه بند اړوند د قرارداد اخیستو لپاره ۶ کمپنۍ شارټ لېست شوې دي.
دغه راز هلمندی وايي چې د کندهار ښار د میانکو بند د سروې او ډیزاین چارې بشپړې شوي او حکومت یې د جوړولو لپاره بودیجه ځانګړې کړې ده.
ده وویل، دغه بند به د ۵۰۰ میلیونه متره مکعبه اوبو د زېرمه کولو وړتیا ولري چې د کندهار د کرنې او باغدارۍ په برخه کې به لوی پرمختګ رامنځ ته کړي.
نوموړي خبر ورکړ چې د روان لمریز کال په اوږدو کې په کندهار کې پر ۶۰۰ جریبه ځمکه د انارو، انګورو او شفتالو او پر ۴۰۰ جریبه ځمکه د پستې باغونه په نوو میتودونو جوړېږي.
دی وايي، کروندګر او باغ لرونکي به دغه مېتودونه په عملي بڼه وویني او حاصلات به یې لوړ شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن