ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

یو شمېر افغانان د حرفوي زده کړو لپاره اماراتو او قطر ته لېږل کېږي

یو شمېر افغانان د حرفوي زده کړو لپاره اماراتو او قطر ته لېږل کېږي

author avatar
4 Aug 2019 - 16:05
یو شمېر افغانان د حرفوي زده کړو لپاره اماراتو او قطر ته لېږل کېږي
author avatar
4 Aug 2019 - 16:05

کابل (پژواک، ۱۳ زمری ۹۸): د کار او ټولنيزو چارو وزارت چارواکي وايي چې له متحده عربي اماراتو او قطر هېوادونو سره يې تړونونه لاسليک کړي چې له مخې به يې يو شمېر کسان د حرفوي زده کړو لپاره دغو هېوادونو ته واستول شي.

دغه څرګندونې د کار او ټولنيزو چاور وزارت سرپرست سيد انور سادات نن د افغان کوريا له انيسټيټيوټ څخه د سلګونو زده کوونکو په فراغت غونډه کې وکړې.

د هغه په وينا، فقر او بېکاري تر ټولو لويه ستونزه ده چې د افغانستان ګڼ شمېر ځوانان ورسره مخ دي او د همدې بېکارۍ له امله د هېواد امنيت هم له ګواښ سره مخ دى.

سادات وايي چې د يادې ستونزې د حل په موخه افغانستان له متحده عربي اماراتو او قطر هېوادونو سره تړونونه لاسليک کړي چې له مخې به یې يو شمېر کسان  دغو هېوادونو ته د حرفوي زده کړو په موخه واستول شي.

هغه زياته کړه: ((تر اوسه مو يواځې تړونونه امضا کړي دي، وخت يې معلوم نه دى چې کسان به څه وخت ور لېږو، د لېږلو لپاره به کسان له افغان کوريا او ورته نورو انسټيټوټونو څخه انتخابوو.))

سادات دا هم وويل، که چېرې د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ سوله وشوه نو دوى به د هغو طالبانو لپاره هم د کار زمينه برابره کړي چې د سولې له پروسې سره يوځاى کېږي.

دغه راز په يادو مراسمو کې د افغان کوريا انسټيټیوټ مسوول مير جلال الدين هشام وويل چې له دغه انسټيټوټ څخه نن ٢١٩ کسان فارغ شول چې ٤٠ سلنه يې نجونې دي.

هغه وويل چې دغو زده کوونکو د کمپوټر، انګليسي او خياطي په برخو کې شپږ مياشتې زده کړې وکړې او نن فارغ شول.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، له دغه انسټيټوټ څخه هر کال د اووه سوو په شاوخوا کې زده کوونکي په بېلابېلو برخو کې فارغېږي.

له دغه انسټيټيوټ څخه نوې فارغې شوې شهناز رسا پژواک ته وويل چې د کمپيوټر په برخه کې يې مسلکي زده کړې کړې دي.

هغې وويل: ((ما دلته ډېر څه زده کړل، استادان يې ډېر لايقه دي، هيله لرم چې ډېرې اسانۍ راته کار پيدا شي.))

دغه راز د حسين عيسى زاده وويل: ((د خياطۍ په برخه کې مې زده کړې وکړې، ډېر څه مې زده کړل اوس خپله کار لرم، خپلې کورنۍ ته حلاله ډوډۍ پيدا کوم.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.