کلات (پژواک، ١٤ زمرى ٩٨): چارواکي وايي چې په زابل کې پر يوه کور د وسله والو مخالفينو د هاوان مرمۍ لګېدو له امله يوه مېرمن او درې ماشومان وژل شوي دي.
د زابل د والي وياند ګل اسلام سیال د زمري په ١٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه تېره شپه د شاه جوى ولسوالۍ په مرکز کې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه چې وسله والو طالبانو د شاه جوی ولسوالۍ پر مرکز د هاوان برید کړی خو مرمۍ پر يوه کور لګېدلې وه.
سيال وايي چې په دې پېښه کې يوه مېرمن او درې ماشومان یې وژل شوي او يو بل کس ټپي دى.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن