ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندهار په شاولیکوټ ولسوالۍ کې ۷ پولیس وژل شوي

د کندهار په شاولیکوټ ولسوالۍ کې ۷ پولیس وژل شوي

author avatar
5 Aug 2019 - 09:06
د کندهار په شاولیکوټ ولسوالۍ کې ۷ پولیس وژل شوي
author avatar
5 Aug 2019 - 09:06

کندهار (پژواک، ۱۴ زمری ۹۸): د کندهار په شاولیکوټ ولسوالۍ کې یوه پولیس پر نورو پولیسو ډزې کړې او ۷ کسان یې وژلي دي.

د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند جمال بارکزي پژواک خبري اژانس ته وویل، د دې ولسوالۍ په تور کوتل سیمه کې یوه پولیس پر نورو پولیسو ډزې کړې او ۷ تنه یې وژلي دي.

نوموړي د دې پېښې په اړه نور جزئیات ور نه کړل خو زیاته یې کړه چې په دې اړه یې څېړنې پيل کړې دي.

خو وسله والو طالبانو د دغه برید مسوولیت منلی او په کې د ډېرو پولیسو د وژل کېدو ادعا یې کړې ده.

د دې ډلې ویاند قاري محمد یوسف احمدي په یوه خپاره کړي بیان کې ویلي، د پولیسو په یونیفورم کې د دوی نفوذي کس د شاولیکوټ ولسوالۍ د تور کوتل په سیمه کې په دوو پوستو کې ۱۴ پولیس وژلي دي.

هغه زیاته کړې، بریدګر له ځان سره د وژل شوو پولیسو ۹ میله وسلې هم له ځان سره وړې او تر دوی پورې یې ځان خوندي رسولی دی.

امنیتي چارواکي دا نه تاییدوي چې ګواکې په دغه برید کې دې ۱۴ پولیس وژل شوي وي.

شاولیکوټ د کندهار ښار شمال شرق ته په ۴۰ کيلومترۍ  کې له ناامنو ولسوالیو ده چې تل د وسله والو د بریدونو شاهده وي.

په دې وروستیو کې په کندهار ښار کې د هدفي وژنو او په ولسوالیو کې پر امنیتي پوستو په بریدونو کې ډېروالی راغلی چې د خلکو اندېښنې یې ډېرې کړې دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.