د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د ګردېز د ورزشي جمنازيم جوړېدو چارې لا هم نه دي پيل شوې

د ګردېز د ورزشي جمنازيم جوړېدو چارې لا هم نه دي پيل شوې

Aug 05, 2019 - 16:10

ګردېز (پژواک، ١٤ زمرى ٩٨): شاوخوا درې مياشتې مخکې د پکتيا په مرکز ګردېز ښار کې د يوه ورزشي جمنازيم د بنسټ ډبره اېښودل شوې، خو تر اوسه يې د جوړېدو عملي چارې نه دي پيل شوې.

د غويي مياشتې په ۲۶مه نېټه په ګردېز کې د پکتيا د والي له خوا د يو لوی ورزشي جمنازيم د بنسټ ډبره کېښودل شوه، خو له هغه راهيسې د نږدې درې مياشتو په تېرېدو يې لا هېڅ کار نه دی شوی.

ورزشکاران د جمنازيم د چارو پر نه پيلېدو نيوکه کوي او وايي چې هر څه ژر يې بايد د جوړېدو چارې پيل شي.

په پکتيا کې د بدن ښکلا د زون فدراسيون مشر شريف منګل پژواک خبري اژانس ته وويل چې د جمنازيم د بنسټ ډبرې په اېښودو سره ټول ورزشکاران ډېر خوښ و چې د لوبو لپاره د يو مناسب ځای د نشتوالي ستونزه يې حلېږي، خو په خبره يې دا د دوی د تېر ايستلو په معنا ده.

منګل په سټنډرډ ډول د جمنازيم د چارو ترسره کېدو ته هم اندېښمن دی او وايي که اوسمهال په ټاکلي وخت کې د ياد ځای د جوړېدو هڅه وشي، ښايي د کار کيفيت يې زيات اغېزمن شي.

دی وايي: ((ورزشکارانو هر والي ته په هره ناسته کې دا ويل چې موږ د ورزش لپاره ځای او جمنازيم نه لرو، نو د دې لپاره چې ځان ترې خلاص کړي، نمايشي يې دغه کار شروع کړ.))

دغه راز يو بل ورزشکار استاد نور وهاب ثابت پژواک ته وويل چې له تېرو شاوخوا درېیو مياشتو راهيسې د جمنازيم جوړېدو هېڅ کار نه دی شوی او که ژر يې چارې پيل نه شي، نو د ژمي له راتلو مخکې نه شي بشپړېدای او د ژمي په سخت موسم کې يې د شوي کار د تخريب شونتيا هم شته.

ثابت وايي: ((والي صېب محترم له موږ سره ټينګه وعده وکړه چې په جمنازيم به چټک کار کېږي، خو تر اوسه يې له لومړۍ ورځې پرته هېڅ کار نه دی شوی او لا يې تهداب هم نه دی را ډک شوی.))

يو بل ورزشکار احسان الله وايي، د ورزش لپاره د معياري ځايونو د نشتوالي له امله په سم ډول ورزش نه شي کولای او نه په دغه ولايت کې سيالۍ جوړولای شي.

نوموړي زياته کړه چې د جمنازيم د چارو په پيل خوښ و او فکر يې کاوه چې اوسمهال به يې چارې تر يو بريده ترسره شوې وي، خو په خبره يې کله چې د جمنازيم جوړېدو ځای ته ورغی، نو د بنسټ ډبرې اېښودو ځای هم نه معلومېده.

نوموړي پژواک ته وویل: ((دلته موږ د ورزش لپاره ځای نه لرو، لويه ساحه نه لرو، تاسو وينئ چې ځای مو تنګ دی، دلته منډه او ځيني نور حرکات نه کېږي او نه د نورو ولايتونو ورزشکاران راغوښتی شو.))

بل لور ته د پکتيا والي شميم خان کټوازي د دغه ورزشي جمنازيم د بنسټ ډبرې اېښودو پر مهال پژواک ته ويلي وو چې ياد جمنازيم د بنايي تصدۍ له خوا په اويا ميليونه افغانۍ په يو کال کې جوړېږي.

خو کټوازی اوسمهال وايي چې د جمنازيم په چارو کې ځنډ د هغه په نقشه کې د ځينو ستونزو له امله رامنځته شوی، خو ډېر ژر به يې د جوړېدو چارې پيل شي.

نوموړي پژواک ته وويل: ((د جمنازيم کار د هغه په ډيزاين کې د مشکل له امله و، په ډيزان کې د تربیت بدني ادارې له خوا ځيني تغیيرات وړانديز شول چې د وړو ورزشونو لپاره بايد دواړو خواوو ته واړه جمنازيمونه، سالون، د غونډو او کنفرانسونو تالارونه وي، نوی ډيزاين يې بشپړ شوی، انجينران راغلي او کار عملاً پيلېدونکى دى.))

د ورزشي رياست د معلوماتو له مخې، اوسمهال په پکتيا کې د بېلابېلو برخو شاوخوا پنځوس زره ورزشکاران له دوى سره ثبت شوي دي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement