ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په جوزجان کې ۱۷ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

په جوزجان کې ۱۷ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
5 Aug 2019 - 16:42
په جوزجان کې ۱۷ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
5 Aug 2019 - 16:42

 

شبرغان (پژواک، ١٤ زمری ٩٨): د جوزجان امنیه قوماندان وايي چې د شبرغان ــ مزارشریف په لویه لار د طالبانو او دولتي سرتېرو ترمنځ په نښته کې د ۱۱ ولسي پاڅون کوونکي او څلور طالبان وژل شوي او درې امنیتي منسوبین ټپیان دي.

د جوزجان امنیه قوماندان سمونوال عبدالواحد پژواک خبري اژانس ته وویل، تېره شپه ۱۲ بجې د دغه ولایت د خانقا ولسوالۍ څنډې ته په شاهي میرزا امنیتي مرکز کې د طالبانو او امنیتي سرتېرو ترمنځ دوه ساعته نښته شوې چې له امله یې څلور طالبان او ۱۱ ولسي پاڅون کوونکي وژل شوي او درې امنیتي منسوبین ټپیان دي.

نوموړي ادعا وکړه چې لومړۍ امنیتي مرکز طالبانو سقوط کړ خو د شپې له ۳:۰۰ بجو وروسته امنیتي سرتېرو بېرته مرکز له طالبانو نیولی او طالبانو سیمه پرېیښې ده.

نوموړي وویل، اوس په سیمه کې وضعیت عادي دی او امنیتي سرتېري د یاد مرکز د بیارغونې هڅه کوي څو نن مازدیګر په کې تازه سرتېري ځاي پر ځای شي.

هغه د یوې پوښتنې په ځواب کې چې ایا طالبانو له یاد مرکز څخه وسلې او مهمات وړي؟ وویل: ((دغه مرکز په وروستیو څو ورځو کې تازه جوړ شوی و او ډېر مهمات په کې نه وو چې وسله وال ترې څه واخلي.))

خو د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پژواک خبري اژانس ته وویل، طالبانو د تېرې شپې په جګړه کې ۱۹ امنیتي سرتېري وژلي او شپږ نور یې ټپیان کړي دي.

نوموړي په پیغام کې په ډاګه کړې چې طالباتو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې او د امنیتي مرکز وسلې او مهات د دوی لاس ته ورغلي دي.

د شاه میرزا د امنیتي پوستې مرکز چې دوې اوونۍ مخکې جوړ شوی او ولسي پاڅون کوونکي اوپولیس په کې ځای پر ځای شوي د شبرغان ښار د ختیځ په ۴۰ کیلومترۍ کې پروت دی.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.