ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کونړ د ولايتي روغتون ډاکټرانو کاري اعتصاب کړى

د کونړ د ولايتي روغتون ډاکټرانو کاري اعتصاب کړى

author avatar
6 Aug 2019 - 16:30
د کونړ د ولايتي روغتون ډاکټرانو کاري اعتصاب کړى
author avatar
6 Aug 2019 - 16:30

اسعداباد (پژواک، ١٥ زمرى ٩٨): د کونړ ولايت د مرکزي روغتون ډاکټرانو کاري اعتصاب کړی دى.

دغو ډاکټرانو وروسته له هغه په روغتون کې د کار نه کولو پرېکړه وکړه چې د سيد هاشم په نوم د روغتون يو ډاکټر د ولسوالۍ روغتیايي مرکز ته تبدیل شو.

رووغتیاپالان وايي، تر هغه چې د نوموړي ډاکتر د تبديلۍ لامل نه وي روښانه شوی، خپل کاري اعتصاب ته به دوام ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د ملکي روغتون ته له ولسوالیو ګڼ ناروغان ورغلي خو درملنه يې نه کېږي.

د اسعداباد ولایتي روغتون د جراحۍ څانګې ډاکټر تيمورشاه پژواک ته وويل چې د عامې روغتیا رييس ډاکتر عزیزالرحمن ساپي له ډاکتر سید هاشم سره سليقوي چلند کړی او هغه يې د نورګل ولسوالۍ د داسې يوې سيمې روغتيايي مرکز ته تبديل کړى، چې هلته وسله وال مخالفين فعاليت لري.

د هغه په وينا، تر هغه به يې کاربنديز ادامه لري، څو چې د دغه ډاکټر د تبديلۍ لامل نه وي معلوم شوى.

تيمورشاه وايي، ډاکتر هاشم له تېرو ١٧ کلونو راهيسې په دغه ولايت کې خدمت کړى نو بايد په مرکز کې وساتل شي.

تبدیل شوی ډاکتر سید هاشم وايي چې د عامې روغتیا رييس وروسته له هغه ورسره ناوړه چلند پيل کړ، کله چې د عامې ورغتیا له وزارت څخه راغلي پلاوي له ده او نورو ملګرو سره یې د ورغتون پر ستونزو ځانګړې ناسته وکړه.

نوموړی وايي، د روغتیا رييس ورته ګواښونه کړي وو چې که له پلاوي سره يې ځانګړې ناسته وکړه، نو بدل به يې کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.