د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د کونړ د ولايتي روغتون ډاکټرانو کاري اعتصاب کړى

د کونړ د ولايتي روغتون ډاکټرانو کاري اعتصاب کړى

Aug 06, 2019 - 16:30

اسعداباد (پژواک، ١٥ زمرى ٩٨): د کونړ ولايت د مرکزي روغتون ډاکټرانو کاري اعتصاب کړی دى.

دغو ډاکټرانو وروسته له هغه په روغتون کې د کار نه کولو پرېکړه وکړه چې د سيد هاشم په نوم د روغتون يو ډاکټر د ولسوالۍ روغتیايي مرکز ته تبدیل شو.

رووغتیاپالان وايي، تر هغه چې د نوموړي ډاکتر د تبديلۍ لامل نه وي روښانه شوی، خپل کاري اعتصاب ته به دوام ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د ملکي روغتون ته له ولسوالیو ګڼ ناروغان ورغلي خو درملنه يې نه کېږي.

د اسعداباد ولایتي روغتون د جراحۍ څانګې ډاکټر تيمورشاه پژواک ته وويل چې د عامې روغتیا رييس ډاکتر عزیزالرحمن ساپي له ډاکتر سید هاشم سره سليقوي چلند کړی او هغه يې د نورګل ولسوالۍ د داسې يوې سيمې روغتيايي مرکز ته تبديل کړى، چې هلته وسله وال مخالفين فعاليت لري.

د هغه په وينا، تر هغه به يې کاربنديز ادامه لري، څو چې د دغه ډاکټر د تبديلۍ لامل نه وي معلوم شوى.

تيمورشاه وايي، ډاکتر هاشم له تېرو ١٧ کلونو راهيسې په دغه ولايت کې خدمت کړى نو بايد په مرکز کې وساتل شي.

تبدیل شوی ډاکتر سید هاشم وايي چې د عامې روغتیا رييس وروسته له هغه ورسره ناوړه چلند پيل کړ، کله چې د عامې ورغتیا له وزارت څخه راغلي پلاوي له ده او نورو ملګرو سره یې د ورغتون پر ستونزو ځانګړې ناسته وکړه.

نوموړی وايي، د روغتیا رييس ورته ګواښونه کړي وو چې که له پلاوي سره يې ځانګړې ناسته وکړه، نو بدل به يې کړي.

دى وايي چې له پلاوي سره يې یوازې د خلکو پر روغتيايي ستونزو خبرې کړې دي.

خو د کونړ د عامې ورغتیا رييس ډاکټرعزيزالرحمن ساپی بيا وايي چې دوی هېڅکله هم له ډاکترانو سره سليقوي چلند نه دی کړی، خو تغیير او تبديل د ادارې اصل دى او دغه کار ته ژمن دى.

هغه پژواک ته وويل، چې د کونړ ولایت په ولایتي روغتون کې د سترګو د علاج څانګه پرانستل شوه او د دې لپاره چې د کونړ د خلکو ته د روغتیا په برخه کې ښه خدمات وړاندې شي نو د سترګو متخصص ډاکټر مقرر شوی ، .

د نوموړي په وينا، ډاکتر هاشم اېم ډي ډاکټر دی او له دې مخکې يې د سترګو د علاج په برخه کې کار کاوه، اوس چې د سترګو د علاج نوی ډاکټر مقرر شو، نو سيد هاشم يې د نورګل ولسوالۍ ته تبدیل کړ.

له وټه پور ولسوالۍ راغلي يوه کس محمد رسول پژواک ته وويل چې د سهار نهه بجې يې خپل ناروغ راوستلى، خو ډاکټران يې نه ګوري.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement