ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غني: د کابل په ولسوالیو کې انکشاف متوازن نه دی

غني: د کابل په ولسوالیو کې انکشاف متوازن نه دی

author avatar
6 Aug 2019 - 18:56
غني: د کابل په ولسوالیو کې انکشاف متوازن نه دی
author avatar
6 Aug 2019 - 18:56

کابل (پژواک، ١٥ زمرى ٩٨): ولسمشر غني د دې ترڅنګ چې کابل د ملي يووالي بېلګه بولي، وايي چې د دې ولايت په ولسوالیو کې انکشاف متوازن نه دی او دې موضوع ته دې جدي پاملرنه وشي.

له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې "زما کابل" تر عنوان لاندې د ولس خبرې پروګرام کې ګډون او وینا وکړه.

نوموړي وويل، کابل د افغانستان مرکز او د ملي یووالي بېلګه ده او د ویاړ ځای دی چې تاسو ټول د کابل ولایت او ښار لپاره ګډ لیدلوری لرئ.

ده زیاته کړه، د کابل د انکشاف کیلي د کابل خلکو په لاس کې ده، له څلور میلیون جریبه زیاته ځمکه د ځمکې بانک کې ثبت شوې او په همدې اساس د کابل د راتلونکي لپاره عامه ملکیت برابر شوی او د کابل خلکو ته ورکول کېږي، د کابل انکشاف د هغه د ادارې او املاکو له لارې تامینېږي.

د هغه په وينا، سل په سلو کې کابل پلاني کوو، غصب شوې ځمکې بېرته اخلو، قانوني کوو یې او بېرته یې خلکو ته وېشو. 

ده وویل، دولت له حاکم څخه په خدمتګار بدل شوی، د حاکم او رعیت دوره پای ته رسېدلې، د جمهوریت او وطنوالۍ دوره ده او موږ خلکو ته ځواب ویونکي یو.

هغه د وزارتونو او ولایتونو ترمنځ اداري ستونزو ته په اشارې وویل، د وزارتونو او ولایتونو ترمنځ موازي ادارې او وظیفوي تداخل باید له منځه ولاړ شي.

د ده په وينا، د کابل زوړ ښار د هېواد تاریخي سیمه او زموږ ویاړ دی، اوسنی وضعیت یې د منلو وړ نه دی، دغه سیمه باید د کابل د ویاړونو په ښار بدله شي.

نوموړي د کابل خلکو نظرونو او وړاندیزونو ته په پاملرنې وویل، د کابل په ولسوالیو کې انکشاف متوازن نه دی او د ارګ عملیاتي واحد او د پلازمېنې زون د انکشاف ادارې ته یې لارښوونه وکړه، تر څو دې موضوع ته جدي پاملرنه وکړي.

هغه همداراز وویل، خلک دې د ولسي تړون او یو واضح میکانېزم له لارې له نشه یي توکو سره په مبارزه کې برخه واخلي او تر یوې میاشتې دې د نشه یي توکو پر ضد جهاد اعلان شي. 

ولسمشر وايي: "موږ سولې ته رسېږو، خو سوله تدبیر، اراده، قاطعیت او جرئت غواړي  او هغه سوله چې موږ یې غواړو، باید د اسلامي جمهوریت او اساسي قانون په چوکاټ کې وي."

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، په دې پروګرام کې د کابل ښار او ولسوالیو ګڼ شمېر اوسېدونکو ګډون کړی و او خپل نظرونه او وړاندیزونه یې د هېواد له جمهور رئیس سره شریک کړل.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.