ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسي جرګې د نیمايي کال د بودیجې سند تصویب کړ

ولسي جرګې د نیمايي کال د بودیجې سند تصویب کړ

author avatar
6 Aug 2019 - 17:15
ولسي جرګې د نیمايي کال د بودیجې سند تصویب کړ
author avatar
6 Aug 2019 - 17:15

کابل (پژواک، ۱۵ زمری ۹۸): ولسي جرګې په داسې حال کې د نیمايي کال د بودیجې سند تصویب کړ چې له یاد سنده د سولې په چارو کې د دولت وزارت په ګډون د شپږو تازه جوړو شویو بودیجوي واحدونو بودیجه لرې شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې ولسي جرګې د نیمايي کال د بودیجې سند چې د ولسمشرۍ ټاکنو بودیجه هم په کې شامله وه د روان کال د زمري په شپږمه د ټاکنو بودیجې د تمول سرچینو د نه مشخص کېدو، دوو نورو بنسټونو ته د اوپراتیفي پیسو د ځانګړي کېدو، د ۱۵۴ پراختیايي پروژو کمول او شپږو تازه جوړو شوو جوړښتونو ته د بودیجې د ځانګړي کېدو له امله د رایو په اکثریت رد کړی و.

د قانون په اساس، ملي شورا باید د زمري په لومړۍ نېټه خپله د دوبي رخصتي پيل کړې وای، خو دې شورا د حکومت په غوښتنه د نیمايي کال د بودیجې د تصویب لپاره تر اوسه د دوبي رخصتي نه ده پیل کړې او پرېکړه یې کړې چې د بودیجې سند تر تصویب وروسته د دوبي رخصتي وکړي.

د ولسي جرګې د مالي او بودیجې د کمېسیون رییس محمد عظیم محسني چې د نیمايي کال د بودیجې په تازه مسوده کې یې د دې جرګې عموي ناستې ته معلومات وړاندې کول وویل، شپږو تازه جوړو شوو واحدونو ته د بودیجې له ځانګړي کولو پرته یې پر ټولو مواردو هوکړه کړې ده.

نوموړي (د سولې په چارو کې د دولت وزارت، د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت، د ګازو او نفتو خپلواکه اداره، د تخنیکي او مسلکي زده کړو خپلواکه اداره، د کانکور د ازموینو خپلواکه اداره او د نفوسو د احوال د ثبت اداره چې د مرکزي تفتیش له ادارې سره مدغم شوې) جوړ شوي واحدونه وبلل.

دده په خبره، ټوله بودیجه ۴۱۱ میلیارد افغانۍ ده چې ۲۹۷ میلیارده افغانۍ په کې عادي بودیجه او ۱۲۷ میلیارده افغانۍ یې پراختیايي بودیجه ده.

محسني زیاته کړه، د ټولې بودیجې ۲۰۸ میلیارد افغانۍ له داخلي او ۲۰۲ میلیارده افغانۍ له بهرنیو سرچینو تمویلېږي.

هغه وویل، له شپږو نوو ادارو پرته په ټولو هغو اختلافي مواردو چې له مخکې د نیمايي کال د بودیجې په سند کې موجود و، توافق شوی دی.

هغه د ولسمشر او رجال برجسته د ساتنې ریاست ته د اوپراتیفي پیسو د ځانګړي کولو په اړه وویل، د دوی اوپراتیفي پیسې هم لرې شوې دي.

د ولسي جرګې رییس میر رحمان رحماني لومړی اختلافي موارد رایو ته وړاندې او د جرګې غړو شپږو تازه جوړو شوو واحدونو ته د بودیجې ځانګړي کېدل رد کړل، خو د نیمايي کال د بودیجې سند یې د رایو په اکثریت تصویب کړ.

 د جرګې رییس د روان کال لومړۍ ناسته ختمه اعلان کړه او یادې جرګې د دوبي رخصتي پيل کړه.

د یادونې ده چې مشرانو جرګه هم د نیمايي کال د بودیجې د سند د تصویب لپاره خپل کار ته دوام ورکوي چې نن دوی هم خپله وروستۍ ناسته ترسره کړه.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.