کابل (پژواک، ١٥ زمرى ٩٨): په خوست ښار کې نن سهار پر یوه ملکي موټر چاودنه شوې او په کې درېیو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د خوست د امنيې قوماندانۍ وياند عادل حيدر د زمري په ١٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې چاودنه نن سهار شاوخوا اته بجې د خوست ښار اړوند د سپين جومات مخې ته وشوه.
هغه زياته کړه، يوه چسپکي ماين چې په کرولا موټر پسې نښلول شوی و، چاودنه کړې، له امله یې يو کس وژل شوى او دوه نور ټپيان دي.
يوې بلې سرچينې پژواک ته وويل چې وژل شوى کس د سرحدي ځواکونو سرتېرى دی، خو ټپيان ملکي وګړي دي.
د دې چاودنې مسووليت تر اوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن