هرات ښار (پژواک، ١٥ زمرى ٩٨): د هرات پوليس وايي چې په دغه ولايت کې یې له مهماتو ډک موټر کشف او ضبط کړى دى.
د هرات د امنيې قوماندانۍ وياند عبدالاحد ولي زاده پژواک اژانس ته وويل چې دغه له مهماتو ډک مازدا موټر يې د هرات په چشت ولسوالۍ کې نيولى دى.
هغه زياته کړه چې په دغه موټر کې لس زره د اېم ١٦، نهه زره د کلاشينکوف، ٢٨زره د ام ٣٩ او ٢٤٠٠ د امريکايي درازنوف مرمۍ بار دي.
نوموړي وويل چې د دغو مهماتو په تړاو دوه کسان هم نيول شوي دي.
د هغه په خبره، نيول شوو کسانو غوښتل چې دغه مهمات د دولت وسله والو مخالفينو ته ورسوي.
د ده په وينا، ياد نيول شوي کسان د نورو څېړنو په موخه کشفي ارګانونو ته سپارل شوي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن