ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

شنونکي: د کشمیر په مسئله کې د افغانستان ګډول له امریکا د امتیاز اخیستو هڅه ده

شنونکي: د کشمیر په مسئله کې د افغانستان ګډول له امریکا د امتیاز اخیستو هڅه ده

author avatar
7 Aug 2019 - 18:49
شنونکي: د کشمیر په مسئله کې د افغانستان ګډول له امریکا د امتیاز اخیستو هڅه ده
author avatar
7 Aug 2019 - 18:49

کابل (پژواک، ۱٦ زمرى ٩٨): د سياسي چارو يو شمېر شنونکي وايي چې پاکستاني سياستوال د کشمير شخړه له افغان سولې پروسې سره په تړلو غواړي د هند پر ضد د امريکا ملاتړ ترلاسه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د کشمير پر سر د پاکستان او هندوستان اړيکې ترينګلې شوې او هندوستان پرون د خپل کشمير نيمه خپلواکي بېرته اخيستې او په ټول کشمير کې يې پر ګرځېدو بنديز لګولى دى.

له يادې شخړې وروسته پاکستاني سياستوالو تند غبرګونونه ښودلي او د افغانستان د سولې پروسه يې د کشمير له موضوع سره تړلې ده.

د پاکستان په پارلمان کې د اپوزېسيون مشر او د مسلم ليګ ګوند سرپرست شهباز شريف پرون پارلمان ته ويلي: ‏”دا څنګه معامله ده چې په افغانستان کې دې سوله تامینېږي، افغانان دې خوشحالي کوي، جشنونه دې نیسي، خو کشمیر کې بیا وینې بهېږي، نه، دغه کار موږ ته د منلو وړ نه دی، دا مسئله باید برعکس شي. “

د پاکستان د بهرنيو چارو پخواني وزير خواجه اصف چې د مسلم ليګ ګوند غړى هم دى، په دې اړه څرګندونې کړې او ويلي يې دي: “زموږ تګلاره دا وه چې د کشمیر او افغانستان مسئله سره ګډه او غوټه وساتو او په دې چاره کې بریالي هم وو، خو عمران خان له امریکا سره په معامله کې د افغانستان او کشمېر مسئلې سره بېلې کړې او زموږ د کلونو خواري يې پر اوبو لاهو کړه.”

د سياسي چارو شنونکى مشتاق رحيم وايي، پاکستان تل هڅه کړې، له افغان شخړې سياسي او مالي ګټې ترلاسه کړي او دا هڅې يې اوس هم دوام لري.

هغه پژواک اژانس ته وويل، دا چې اوس ولې پاکستان دغه کار کوي، بنسټيز دليل يې دا دى چې پاکستان غواړي د هند پر ضد د امريکا ملاتړ خپل کړي، امريکا ګواښي، چې که د کشمير په مسئله کې ورسره ونه دريږي، شونې ده، د افغان سولې په برخه کې له مرستې لاس واخلي.

مشتاق رحيم وايي، دا هماغه پخوانۍ سلسله ده چې د افغان جهاد په اوږدو کې پاکستان له امريکا سره مرسته کوله، مجاهدين يې تقويه کول او په بدل کې يې امريکا د پاکستان د اتوم بم پر جوړولو چوپتيا غوره کړې وه.

د هغه په وينا، د ريګن حکومت پر دې چوپتيا غوره کړه او پر پاکستان باندې يې څار نه کاوه، د جهاد په بدل کې يې پاکستان ته د اتوم بم جوړولو اجازه ورکړه.

د سياسي چارو شنونکى شفيق همدرد چې د پاکستان او هندوستان اړيکې او موضوعات له نږدې څاري وايي، پاکستان په خپل ۷۱ کلن تاریخ کې څلور ځلې له هند سره جنګ کړی چې درې جنګونه يې د کشمير پر سر و.

هغه پژواک ته وويل، په دې جنګونو کې پاکستان هغه څه چې باید ترلاسه کړي یې وای، نه يوازې دا چې ترلاسه یې نه کړل، بلکې نور يې هم له لاسه ورکړل.

همدرد وايي، د پاکستان نظامیان او سیاسیون دې پایلې ته ورسېدل چې په غیر مستقيم ډول د وسله والو ډلو په روزلو، ملاتړ او استولو هند ته ځواب ووايي او دغه کار يې بالکل هغه مهال پيل کړ چې امریکا له پاکستانه په افغانستان کې د لاسوهنې سرلاری کړ.

دى وايي، پاکستان د افغان مجاهدينو تر څنګ زرګونه کسان ولېږل او د کشمير تر څنګ د هند په نورو سيمو کې يې هم بريدونه وکړل او داسې ځانمرګي بريدونه ترسره شول چې هند يې ولړزاوه.

هغه وايي، امريکا ته د عمران خان له سفر مخکې د لشکر طيبه ډلې د مشر حافظ سعید نیول او ځيني نور کارونه يې هم وکړل، څو د امريکا مرسته ترلاسه کړي.

همدرد زياتوي، ټول پاکستاني نظامي او سیاسي چارواکي دې پايلې ته رسېدلي چې له هند سره شخړه په دې ډول نه شي ګټلی، هماغه و چې پاکستان د افغان سولې له بهیر سره په مرستې کولو سره غوښتل له امريکا سره معامله وکړي.

د نوموړي په وينا، پاکستاني نظامي او سیاسي مشرانو امریکا ته د افغان سولې په تړاو د هر راز مرستې ټټر وهلی و او تر څنګ يې د کشمیر ستونزه هم یاده کړې وه چې که همکاري ورسره وشي، خو هند د یوه قوي هېواد په توګه په هېڅ صورت د امریکا تر فشار لاندې نه راځي او د کشمېر پر سر به هېڅ راز معامله ونه کړي؛ ځکه کشمیر هند ته ستراتیژيک ارزښت لري او نه غواړي له لاسه یې ورکړي.

دى وايي، پر دې اساس به اوس پاکستان د افغان سولې په بهیر کې خپله همکاري تر هغه حده کمه کړي او فشار به راوړي څو حالت همداسې دوام وکړي.

د همدرد په وينا، که څه هم پاکستان د امریکا پر وړاندې هېڅ داسې کار نه شي کولی چې امریکا وننګوي خو د پردې تر شا او په بېلابېلو پلمو به هڅه وکړي چې حالت په افغانستان کې همداسې پاشلی او ترينګلی پاتې شي.

دى وايي، د پاکستان پارلمان ته د اپوزېسيون د مشر شهباز شريف وينا په اصل کې د پاکستان اصلي ستراتيژي او پالیسي ده.

دوی به کله هم ونه غواړي چې په ګاونډ کې یې د هند متحد او ملګری هېواد افغانستان يوې باثباتې سولې ته ورسېږي.

د سياسي چارو بل شنونکى عنايت الله کاکړ وايي چې د افغانستان ستونزه د حل يوه جدي پړاو ته ننوتلې او د امريکايي مقاماتو د څرګندونو له مخې، دا وار د قضيې د حل په برخه کې د پاکستان رول مثبت او رغنده دی.

هغه پژواک ته وويل، څرنګه چې پاکستان له امریکا سره په اړیکو کې او همدا راز له هند سره په تعامل کې محدود اپشنونه لري او هغه اپشنونه چې لري يې، د هند د بالمثل غبرګون له وېرې کارولای نه شي؛ ځکه يې نو د خوږ ګوتې، يعنې د افغانستان اپشن کارولی دی.

کاکړ وايي، افغانستان دا مهال د امريکا لپاره خوږ ګوته ده او د هند د غبرګون وېره هم نشته، له همدې امله پاکستان د دې لپاره چې امريکا د کشمير په برخه کې مداخلې ته اړ باسي، دا ډول غوښتنه يې کړې ده.

نوموړى هم زياتوي چې دغه تګلاره په حقيقت کې د پاکستان ستراتيژيکه تګلاره ده؛ ځکه يې نو هم تر ټولو وړاندې دا خبره د پوځي اسټبلشمينټ د مهرې او جماعت اسلامي د مشر سراج الحق په خوله وکړه.

کاکړ وايي: “خو زما په ګومان دا هر څه اوس د افغان سولې پر پروسې اغېز نه شي ښندلای؛ ځکه د طالبانو او امریکایانو ترمنځ هوکړه شوې، پرېکړه ليک چمتو دی، يواځې پر تطبيق يې خبرې روانې دي. “

د سياسي چارو شنونکى او د کابل پوهنتون استاد ډاکټر فيض محمد ځلاند بيا وايي چې د پاکستاني سياستوالو دا څرګندونې کوم رسمي سند يا دريځ نه دى چې د پاکستان د حکومت په کچه وي.

هغه پژواک ته وويل، د کشمير ستونزه د افغانستان له څلوېښت کلنې جګړې ډېره مخکنۍ ده، دا حقیقت دی چې د سيمې حالات پر هېوادونو اغېز ښندي، خو که د امريکا او طالبانو ترمنځ د هوکړې تابيا نيول شوې وي، نو بيا يې پاکستان مخه نه شي نيولی.

ځلاند وايي، په پاکستان کې ځينې کړۍ په لوی لاس نه غواړي په کابل کې سوله او ټيکاو راشي، هغوی غواړي چې د کشمير مسئله د فشار په توګه وکاروي، له دې امله امريکا او د سيمې نورو هېوادونو ته په کار دي چې د ورته منفي اغېز مخه ډپ کړي.

د کوزې پښتونخوا وتلی ژورنالېست او سياسي شنونکى طاهر خان بيا داسې فکر نه چې ګواکې د کشمير حالات دې د افغان سولې پر پروسې کومه ناوړه اغېزه وکړي؛ ځکه د ده په وينا، امريکا او طالبان هوکړې ته نږدې شوي دي.

هغه پژواک اژانس ته وويل، افغان شخړه بايد د سيمې له نورو شخړو جلا وګڼل شي او د هواري لپاره يې په ګډه کار وشي.

خو نوموړی دا خبره هم کوي چې د کشمير پر شخړې د پاکستان او هند لانجې زياتې شوې دي او ورسره به د پاکستان پر افغان سولې پروسې د ډېرې پاملرنې پر ځاى کشمير ته زياته پاملرنه وکړي او لومړىتوب به يې کشمير شي.

د هغه په وينا چې د کشمير پر سر حالات به نور هم خراب شي، نو نه يواځې افغانستان، بلکې ټوله سيمه ورڅخه زيانمنېدلى شي.

د سياسي چارو شنونکى انتظار خادم بيا پر خپلو خلکو او چارواکو نيوکه کوي چې که فعاله ډيپلوماتیکه دستګاه يې لرلى، هېواد يې پېژندلى او کار اهل کار ته سپارل شوى واى، نو نن به ګاونډيانو دا ډول خبرې نه کولې.

هغه پژواک ته وويل، کشمير او کابل جلا مسئلې دي، اړخونه يې بدل دي، فکټورنه يې بدل دي،‌ حل لارې يې بدلې دي، څرنګه کېدای شي چې پاکستان په دومره سپين سترګۍ د افغان سولې په بدل کې باج واخلي.

خادم وايي، هند افغانستان نه دی او مودي د سوېلي افريقا د کوم هېواد لاسپوڅی مشر نه دی چې امريکا به ورته امر وکړي ‌او هغوی به يې ومني.‌

هغه زیاتوي، پاکستان غواړي يا افغان سوله بې باوره کړي او يا دومره امتيازات واخلي چې ۵۰ کلن مات هډوکې په کې بېرته جوړ کړي.

نوموړي زياته کړه: “موږ انسانان یو، ‌مسلمانان يو، د سر دښمن ته هم بد نه غواړو، د هر ځای مسلمانانو او انسانانو لپاره انصاف غواړو، په کشمير کې سوله، ثبات او د خلکو لپاره ژوند غواړو خو دا څنګه ومنو چې پاکستان دې د کابل او افغانستان پر دې وينو، وژنو او تباهيو سترګې پټې کړي او داسې بې غوره، بې خونده، او ظالمې څرګندونې دې وکړي. “

Visits: 4

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.