کابل (پژواک، ۱۶ زمرى ۹۸): ولسمشر غني وایي، د حاجیانو د لېږد پروسې د عملیاتي بورډ مسوولینو د فعالیتونو ارزولو لپاره دې یوه کمېټه جوړه شي او هغه کسان چې په دندو کې یې غفلت کړی، عدلي او قضایي بنسټونو ته دې معرفي شي.
له ارګه د زمري په ١٦مه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر اشرف غني نن له غرمې مخکې د اریانا افغان هوایي شرکت له مسوولینو سره په غونډه کې پر ځان بسیاینې ته د دغه شرکت د رسېدو لپاره نوې لارې چارې و ارزولې.
سرچینه زیاتوي، ولسمشر غني په یاده غونډه کې وویل: "اریانا افغان هوایي شرکت یو ملي شرکت دی او باید پر ځان بسیاینې ته ورسېږي."
په خبرپاڼه کې راغلي، اریانا افغان هوایي شرکت هغه وخت د افغانستان ښه استازیتوب کولای شي چې دغه شرکت د حاجیانو د لېږد په اړه د پنځه کلن پلان په ګډون اقتصادي او عایداتي طرحې جوړې کړي او یو کمېسیون دې هم مؤظف شي چې ستونزې او خنډونه و ارزوي او د دغه شرکت د پر ځان بسیاینې لپاره خپل وړاندیزونه مطرح کړي.
ولسمشر همدارنګه لارښوونه وکړه چې د حاجیانو د لېږد پروسې د عملیاتي بورډ مسوولینو د فعالیتونو ارزولو لپاره باید یوه کمېټه جوړه شي او هغه کسان چې په دندو کې یې غفلت کړی، عدلي او قضایي بنسټونو ته دې معرفي شي.
هغه دغه راز ټینګار کړی چې اریانا افغان هوایي شرکت باید خودکفایۍ ته ورسېږي او اروپایي هېوادونو ته دې الوتنې پیل کړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن