فراه (پژواک، ١٦ زمری ٩٨): تېره شپه د فراه د بالابلوک ولسوالۍ په شیوان کلي کې د فراه ــ هرات ولایت د نمبر یو لویې لار پر امنیتي پوسته د وسله والو طالبانو په برید کې اووه طالبان وژل شوي او دوه امنیتي سرتېري ټپیان دي.
د فراه د امنیې قوماندانۍ ویاند محب الله محب پژواک خبري اژانس ته وویل، تېره شپه وسله والو طالبانو د دغه ولایت د بالابلوک ولسوالۍ په شیوان کلي کې د فراه ـــ هرات د نمبر یو لویه لارې پر امینتي پوسته برید کړی چې د امنیتي سرتېرو له مقاومت سره مخ شوي دي.
هغه زیاته کړه، د دواړو لورو ترمنځ په نښته کې اووه وسله وال مخالفین وژل شوي او درې نور ټپیان دي.
نوموړي په ډاکه کړه، په دې نښته کې دوه امنیتي سرتېري هم ټپیان شوي دي.
په ورته وخت کې د فتح الله په نوم د سیمې یوه اوسېدونکي د خپل کلي په مربوطاتو کې د امنیتي سرتېرو پر پوسته د طالبانو برید تایید کړ او ویې ویل، په دې نښته کې دواړو لوریو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
هغه زیاته کړه، په دې نښته کې یې یو خپلوان چې طالب و، هم وژل شوی دی.
خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن