کندهار (پژواک، ۱۶ زمری ۹۸): د کندهار باغ لرونکي او سوداګر وايي، سږ کال په دغه ولایت کې د انګورو حاصلات ډېر دي خو بهر ته د صادرېدو په برخه کې یې له ستونزو سره مخ دي.
د تازه مېوې د صادراتو لپاره پاکستان تر ټولو لوی مارکېټ دی خو دغه هېواد ورباندې مالیه لوړه کړې ده.
په کندهار کې تازه د انګورو د حاصلاتو راټولولو لړۍ پيل شوې چې کروندګر یې د تېر کال په پرتله د ډېروالي خبره کوي.
د ژېړۍ د پاشمول سیمې باغ لرونکي نظرګل پژواک خبري اژانس ته وویل، سږ کال د کندهار د انګورو د حاصلاتو کچه لوړه شوې چې باغ لرونکي ورته خوشحاله دي.
ده وویل: ((د باغ لرونکو خواریو ډېره نیتجه ورکړې ده، سږ کال هم د انګورو حاصلات ډېر دي او هم یې کیفیت ښه دی.))
خو دی وايي چې باغ لرونکي او سوداګر د انګورو د صادرولو په برخه کې له ستونزو سره مخامخ دي.
نوموړی زیاتوي، پاکستان تازه پر انګورو مالیه لوړه کړې چې دغه چاره هم باغ لرونکي او هم سوداګر زیانمن کوي.
د نظرګل په خبره، پاکستان تل د مېوو د محصولاتو پر مهال ستونزې جوړوي، کله لارې تړي او کله بیا مالیه لوړوي.
دی وايي، له همدې امله باغ لرونکي اړ شوي انګور بهر ته د صادرېدو پر ځای وچ او په ممیزو بدل کړي.
نوموړی وايي، دا د حکومت دنده ده چې دغه ستونزه حل کړي او خلک له زیانمن کېدو وژغوري.
د کندهار د لندې مېوې یو سوداګر حاجي عزیز هم وايي چې د لوړې مالیې له امله سوداګر اړ شوي چې پاکستان ته انګور صادر نه کړي.
ده پژواک ته وویل، پاکستان دغه ګام داسې مهال اخلي چې تازه په کندهار کې د انګورو د محصولاتو ټولولو پيل شوي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن