ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“حکومت دې د کندهار انګورو د صادرېدو پر وړاندې ستونزې هوارې کړي”

“حکومت دې د کندهار انګورو د صادرېدو پر وړاندې ستونزې هوارې کړي”

author avatar
7 Aug 2019 - 16:07
“حکومت دې د کندهار انګورو د صادرېدو پر وړاندې ستونزې هوارې کړي”
author avatar
7 Aug 2019 - 16:07

کندهار (پژواک، ۱۶ زمری ۹۸): د کندهار باغ لرونکي او سوداګر وايي، سږ کال په دغه ولایت کې د انګورو حاصلات ډېر دي خو بهر ته د  صادرېدو په برخه کې یې له ستونزو سره مخ دي.

د تازه مېوې د صادراتو لپاره پاکستان تر ټولو لوی مارکېټ دی خو دغه هېواد ورباندې مالیه لوړه کړې ده.

په کندهار کې تازه د انګورو د حاصلاتو راټولولو لړۍ پيل شوې چې کروندګر یې د تېر کال په پرتله د ډېروالي خبره کوي.

د ژېړۍ د پاشمول سیمې باغ لرونکي نظرګل پژواک خبري اژانس ته وویل، سږ کال د کندهار د انګورو د حاصلاتو کچه لوړه شوې چې باغ لرونکي ورته خوشحاله دي.

ده وویل: ((د باغ لرونکو خواریو ډېره نیتجه ورکړې ده، سږ کال هم د انګورو حاصلات ډېر دي او هم یې کیفیت ښه دی.))

خو دی وايي چې باغ لرونکي او سوداګر د انګورو د صادرولو په برخه کې له ستونزو سره مخامخ دي.

نوموړی زیاتوي، پاکستان تازه پر انګورو مالیه لوړه کړې چې دغه چاره هم باغ لرونکي او هم سوداګر زیانمن کوي.

د نظرګل په خبره، پاکستان تل د مېوو د محصولاتو پر مهال ستونزې جوړوي، کله لارې تړي او کله بیا مالیه لوړوي.

دی وايي، له همدې امله باغ لرونکي اړ شوي انګور بهر ته د صادرېدو پر ځای وچ او په ممیزو بدل کړي.

نوموړی وايي، دا د حکومت دنده ده چې دغه ستونزه حل کړي او خلک له زیانمن کېدو وژغوري.

د کندهار د لندې مېوې یو سوداګر حاجي عزیز هم وايي چې د لوړې مالیې له امله سوداګر اړ شوي چې پاکستان ته انګور صادر نه کړي.

ده پژواک ته وویل، پاکستان دغه ګام داسې مهال اخلي چې تازه په کندهار کې د انګورو د محصولاتو ټولولو پيل شوي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.