د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د افغانستان د معلولينو کرکټ لوبډلې پاکستان ته ماتې ورکړه

د افغانستان د معلولينو کرکټ لوبډلې پاکستان ته ماتې ورکړه

Aug 07, 2019 - 08:57

 

کابل (پژواک، ١٦ زمرى ٩٨) : د افغانستان د معلولينو کرکـټ لوبـډلې د نړيوالو سياليو په دويمه لوبه کې پاکستانۍ لوبـډلې ته ماتې ورکړه.

دا سيالۍ د زمري په ١٤مه، په انګلستان کې پيل شوې دي، چې په کې د پنځو هېوادونو لوبډلو برخه اخيستې ده.

د افغانستان کرکټ بورډ له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې افغانستان خپله دويمه لوبه پرون له پاکستان سره ترسره کړه.

سرچينې زياته کړه، پاکستان ددې لوبې پچه وګټله او توپ اچونه يې غوره کړه چې په ټاکل شويو ۱۶ اوورونو کې افغان لوبډلې ۱۴۲ منډې جوړې کړې.

د افغانستان د معلولينو لوبډلې له لوري په توپوهنه کې محمدالله ۶۰، جميل شاه ۴۶ او محمد اشرف ۲۵ منډې جوړې کړې.
پاکستان ياد هدف ترلاسه نه شو کړاى او ټوله لوبـډله يې په ١١٦ منډو وسوځېدله، دغه راز افغانستان دا لوبه د ٢٦ منډو په توپير سره وګټله.

د افغانستان له لوري شيرين اغا ۴، زبير ۲ ، حزب الله او جميل مندوزي يو، يو لوبغاړى وسوځول.

شيرين اغا د لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو.
د يادونې ده چې دا لوبه د ورښت له امله له شلو اوورونو څخه ۱۶ اوورونو ته کمه شوې وه.

افغانستان وړمه ورځ په لومړۍ لوبه کې بنګله دېش ته ماتې ورکړې وه.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement