ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ملي امنیت: په کابل دوه ځانمرګي او درې امنیتي سرتېري وژل شوي

ملي امنیت: په کابل دوه ځانمرګي او درې امنیتي سرتېري وژل شوي

author avatar
7 Aug 2019 - 16:00
ملي امنیت: په کابل دوه ځانمرګي او درې امنیتي سرتېري وژل شوي
author avatar
7 Aug 2019 - 16:00

 

کابل (پژواک، ١٦ زمری ٩٨): د کابل ښار په درېیو سیمو کې د ملي امنیت د ځانګړې قطعې د سرتېرو په عملیاتو کې دوه ځانمرګي او درې امینتي سرتېري وژل شوي دي.

د ملي امنیت ریاست لخوا په نننۍ خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، ددغه ریاست د ځانګړې قطعې سرتېرو د مخکنیو اطلاعاتو او سیمې د خلکو له همکارۍ څخه په استفاده د کابل ښار په اتمه، او پنځلسمه ناحیه او بګرامۍ ولسوالۍ کې د داعش ډلې د ځانمرګو واسکټونو او موټربم د جوړېدو پر فابریکه هدفي عملیات ترسره کړي دي.

سرچینې زیاته کړې، داعش ډله د چاودنو او ترهګریزو بریدونو ترسره کولو په موخه د اتمې او پنځلسمې ناحیو او بګرامۍ ولسوالۍ یانې د ښار په درېیو جلا سیمو کې پر پلان جوړولو او د ځانمرګو واسکټونو پر جوړولو بوخته و، څو په کابل ښار کې د چاودنو او بریدونو پلانونه طرحه او عملي کړي.

په خبرپاڼه کې راغلي، دا چې د ترهګرو پټنځای د استوګنې او عامو خلکو د کورونو په منځ کې و، د ملي امنیت ځانګړې قطعې په پوره اختیاط او هوښیارۍ د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې د مخنیوي لپاره ملي پولیسو او اردو له ځانګړو قطعو سره په ګډه عملیات طرحه کړل، له دې امله عملیاتو ډېر وخت ونیو او ملکي وګړو ته په کې زیان نه دی اوښتی.

ملي امنیت ویلي چې د ملي پولیسو او اردو د ځانګړې قطعې سرتېري ډېر ژر د عملیاتو سیمې ته رسېدلي او د دوی په موجودیت کې عملیات پای ته ورسېدل.

سرچینې ویلي، په یادو عملیاتو کې د داعش ډلې دوه د ځانمرګو عاملين له منځه تللي او یو شمېر سپکې او درنې وسلې، د موټربم جوړولو وسایل، ځانمرګي واسکټونه، چاودېدونکي توکي او ماینونه د امنیتي سرتېرو لاس ته ورغلي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، د دغو عملیاتو په ترڅ کې د ملي امنیت او پولیسو د ځانګړو قطعو درې سرتېري هم وژل شوي دي.

سرچینې ویلي: ((د ملي سرتېرو د قربانۍ له امله مو پر هېوادوالو د څو بریدونو مخه ونیول شوه چې د امنیتي سرتېرو سرښندنه او پر وخت اقدام د ستایلو وړ دي.))

ملي امنیت ویلي: ((د هېواد امنیتي سرتېرو د افغانانو د دښمنانو د ترهګریزو بریدونو د مخنیوي په برخه کې د خلکو له هر اړخیز ملاتړ او همکارۍ مننه کړې او له خلکو سره ژمنه کوي چې د هېوادوالو د امنیت ساتنې لپاره به هېڅ هڅه او کوښښ ونه سپموي.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.