ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

میک: د بهرنیو چارو وزارت له ۴۶۰ ډېر کارکوونکي په واسطه جذب شوي

میک: د بهرنیو چارو وزارت له ۴۶۰ ډېر کارکوونکي په واسطه جذب شوي

author avatar
7 Aug 2019 - 19:20
میک: د بهرنیو چارو وزارت له ۴۶۰ ډېر کارکوونکي په واسطه جذب شوي
author avatar
7 Aug 2019 - 19:20

کابل (پژواک، ۱۶ زمری ۹۸): د یوې تازه څېړنې موندنې ښيي چې د افغانستان په بهرنیو چارو وزارت کې ۴۶۰ کسان په غیر رسمي ډول د واسطو له لارې نیول شوي دي.

د «په بهرنیو چارو وزارت کې له هېواده بهر ماموریتونو لپاره د کارکوونکو د جذب او ګومارنې بهیر» په نوم دغه څېړنه له اداري فساد سره د مبارزې د نظارت او ارزونې د ګډې کمېټې لخوا د بهرنیو چارو وزارت له ۱۰ کارکوونکو سره د ۲۰۱۷ کال له سپټمبر څخه د ۲۰۱۹ کال تر جنوري میاشتې پورې ترسره شوې ده.

د څېړنې پایلې ښيي چې د هېواد په بهرنیو چارو وزارت کې ډېر شمېر کسان او ډېپلوماتان د اړیکو او سیاسي روابطو، باج اخیستو او امتیاز اخیستو پر اساس جذب شوي دي.

په دې څېړنه کې راغلي، د بهرنیو چارو وزارت له ۲۰۱۱ څخه تر ۲۰۱۷ کال بورې ۴۹۰ کارکوونکي جذب کړي چې له دې ډلې ۴۶۶ یې په غیررسمي ډول له کانکور ازموینې پرته جذب شوي دي.

د څېړنې په بله برخه کې راغلي، د بهرنیو چارو وزارت له ټولو ۱۰۶۰ کارکوونکو څخه ۱۶۴ کارکوونکي له غیرمسلکي څانګو فارغ شوي دي.

د څېړنې په یوه برخه کې له خپلې قانوني دورې د ډېر وخت لپاره د دندو دوام ته په اشاره راغلي، له ۱۸ تر ۲۱ کلونو په پرله پسې توګه له هېواده بهیر په خپلو دندو پاتې شوي دي.

د میک کمېشنر باري سلام وویل: ((یو شمېر کسان ۱۲ پاس او ۱۴ پاسان دي یعنې شاوخوا اته سلنه کاردونو لازم تحصیلي شرایط نه لري چې د ډېپلومات په توګه له هېواده بهر ته لېږل شوي دی.))

هغه زیاته کړه: ((زموږ څېړنې ښيي چې په بهرنیو چارو وزارت کې د جذب او اعزام بهیر د لاس وهنو او سیاسي نفوذ د رسمي معیارونو څخه ډېر زیات اغېزمن دی او په پایله کې وزارت په وروستۍ یوه لسیزه کې د دپلوماسۍ د یوه ماشین په عنوان ډېر زیانونه لیدلي دي.))

نوموړي وویل، د بهرنیو چارو وزارت پر لازمو شرایطو د برابرو کسانو د جذبولو لپاره په عملي کارونو پیل کړي چې په راتلونکي کې به عملي شي.

سلام له هېواده بهر د موقتو کارکوونکو پر بیا نه راتلو نیوکه وکړه او ویې ویل، ځينې کارکوونکي چې هند، قزاقستان، انګلستان او چک جمهوریت ته لېږل شوي پناه اخیستې او بېرته هېواد ته نه دي راغلي.

هغه روښانه کړه: ((له هېواده بهیر د کډوالۍ لپاره له رسمي ماموریت څخه د وسیلې په توګه د استفادې مساله یوه ستره د بهرنیو چارو وزارت پر وړاندې یوه ستره ادعا ده او په تېر کال کې ۲۱۲ کسان له بهره بېرته نه دي راستانه شوي او تړونونه یې د غیابت له وجې لغوه شوي او دغه کار د افغانستان باور ته ډېر زیان رسولی دی.))

هغه دې ته په اشاره چې د کارکوونکو د جذب او لېږلو بهیر له جدي ستونزو سره مخ دي، قانون او لوایح په سم ډول نه دي عملي شوي وویل، د لوړو زده کړو، کاري سوداګرۍ، د ژبو زده کړې او د دېپلوماسۍ د کورسونو بشپړول نه دي عملي شوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.