د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

ولسمشر غني امنیتي ارګانونو ته په ټول هېواد کې د کلکو امنیتي تدابیرو نیولو سپارښتنه وکړه

ولسمشر غني امنیتي ارګانونو ته په ټول هېواد کې د کلکو امنیتي تدابیرو نیولو سپارښتنه وکړه

Aug 07, 2019 - 18:54

کابل (پژواک، ١٦ زمرى ٩٨): ولسمشر اشرف غني د امنيتي ارګانونو مشرانو ته سپارښتنه کړې چې د کابل په ګډون په ټول هېواد کې کلک امنيتي تدابير ونيسي.

له ارګه  د زمري په ١٦مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ نن له غرمې مخکې د کابل امنیتي وضعیت د ارزولو په خاطر غونډه جوړه شوه.

سرچينې زياته کړې، په دې غونډه کې د هېواد د امنیتي او دفاعي سکتور مسوولینو د کابل ولایت د عمومي امنیتي وضعیت د څرنګوالي راپور وړاندې کولو تر څنګ د ټاکنو او د هېواد د خپلواکۍ د سلمې کاليزي جشن د امنیت د تامین لپاره د نیول شوو تدابيرو په اړه معلومات ورکړل.

ولسمشر غني په دې اړه وویل، د کابل ښار د امنیت ټینګښت زیات مهم دی او د خلکو اندېښنې او تشویشونه باید رفع شي.

په خبرپاڼه کې راغلي، غونډې د کابل ښار په درېیو نقطو کې د تېرې شپې عملیات چې د داعش تروریستي ډلې څو مرکزونه په کې ویجاړ شول، مثبت وارزول.

ولسمشر د امنیتي او دفاعي سکتور مسوولینو ته لارښوونه وکړه، په دغو حساسو شرایطو کې دې په کابل او ټول هېواد کې دقیقې امنیتي برنامې جوړې او د دښمن د ځپلو، تهدیداتو شنډولو، ترهګريزو بریدونو د مخنیوي او په ځانګړي ډول د هېواد د خپلواکۍ د سلمې کالیزې د جشن جوړولو په درشل کې  د ملکي وګړو د ساتنې لپاره او دا چې د افغانستان حکومت د سولې نقشې د عملي کولو په حال کې دی، امنیتي پلانونه ولري او ذکر شوي ټکي دي په جدي ډول په پام کې ونیسي.

دغه راز یې یادونه وکړه، په دې وروستیو کې په هغو عملیاتو کې چې په ټول هېواد کې امنیتي او دفاعي ځواکونو ترسره کړي، د طالبانو ډلې رهبرۍ درنې ضربې لیدلې دي.

امنيتي غونډه په داسې حال کې جوړېږي چې پرون د کابل په ١١مه او نن په ٦مه حوزو کې چاودنې او ځانمرګى بريد وشو چې له امله يې لسګونو هېوادوالو ته مرګ ژوبله واوښته.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement